نیکولسن: د طالبانو د منزوی کولو قوي هوډ لرو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۹)
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن تیره ورځ د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي؛ هڅه کوو پر طالبانو له هر اړخه فشار زیات او دا ډله په توله مانا منزوي کړو.
نوموړی وویل؛ لا هم پر روسیې قوي شواهد او اسناد نه لرو چې وښیي دا هیواد دطالبانو ملاتړ کوي.
نیکولسن وویل؛ موږ او روسیه په افغانستان کې شریک منافع لرو نو په همدې اساس په پوره باور سره لا هم نه شو ویلی چې دا هیواد زمونږ پرضد دطالبانو سره همکاري لري.
نوموړی زیاته کړه؛ موږ په هلمند نیمروز او فراه ولایتونو کې د طالبانو مالي سرچینې وچې کړې او په دې برخه کې لا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوو.
نوموړي په تیر کې ویلي و چې پر طالبانو د شرعي اړخه هم فشار واردوي او د اندونیزیا او یو شمیر نورو هیوادونو کې د طالبانو پر ضد د علماؤ په نامه کیدونکې غونډې یې د امریکایي چارواکو ابتکار بللی و او تر څنګ یې دا اعتراف هم کړی و، چې په هیواد کې له روانو پرلتونو څخه د دوی ملاتړ او هر اړخیزه همکاري شته.
نیکولسن همداراز په یاده کنفرانس کې وویل؛وسله والو طالبانو د سولې وړانديز ته ځواب نه دى ويلى، خو د پردې شا ته د سولې ځينې خبرې روانې دي.
د ناتو عمومي قوماندان د طالبانو د نویو عملیاتو په اړوند وویل، له یادو عملیاتو خبر لري ‘خو طالبان باید سولې ته اولویت ورکړي‘
نوموړي زیاته کړه؛طالبان به دا ځل کوم لوى ښار او يا هم ولايت ونه نيسي یواځې به ډلییز بریدونه ترسره کړي.
نیکولسن له روانو ټاکنو هم ملاتړ وکړ او په خبره یې چې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې د پروسې په امنيت کې له افغان ځواکونو سره هر اړخیزې مرستې ته تیار دي.



