پوليسو د غزني مرکز اړوند سيمه کې اووه پوستې خوشې کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۹) د غزني ولايت سيمه ييزې سرچينې وايي، چې د دغې ولايت د مرکز اړوند د تحويلدار، سنجيتک، خاک غریبا او امام حداد سيمو کې پوليسو يو شمير پوستې خوشې کړي دي.

د غزني يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، چې له تېرې ډېرې مودې راهيسې په ياده سيمه کې پرتې پوستې د طالبانو  د پرلپسې بريدونو او کلابندۍ لاندې وې.

د سرچينې په وينا، پوليسو ته د غزني د لوړپوړو امنيتي مسئولينو له لوري آمر شوی و چې د شپې له تيارې څخه په استفادې خپلې پوستې خوشې کړي او مرکز ته ستانه شي.

د غزني اوسېدونکي وايي، که د دغې ولايت امنيتي وضعيت همداسې دوام پيدا کړي ښايي ډېر ژر د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

د پوليسو خوشې کړې پوسته کې طالبان ليدل کېږي

طالبان هم تاييدوي چې له يادو سيمو د اوو پوستو څخه پوليسو تېښته کړې ده.

طالبان وايي، دغه پوستې د غزني ښار د کمربند پوستې وې چې په دوامداره توګه د دوی تر بريدونو لاندې وې چې وخت ناوخت به ورته مرګ ژوبله اوښته.

طالبانو ويلي، د دولتي ځواکونو د يادو پوستو له تېښتې سره زياته سيمه د دوی تر ولکې لاندې راغله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button