افغان حکومت: د کوریاګانو د خبرو ملاتړ کوو،موږ له پاکستان سره ورته جوړجاړی غواړو

(کابل ټکی کام ۱۳۸۷ غویی ۹)
د شمالي کوریا او جنوبي کوریا د ولسمشرانو ترمنځ د خبرو اترو په اړه د ملي یووالي حکومت هم نظر څرګند کړی او په سیمه کې یې د ورته جوړجاړي غوښتنه کړې.
د بهرنیو چارو له وزارت څخه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي؛ افغان حکومت د دواړو کوریاګانو ترمنځ د مذاکراتو د پیل هرکلی کوي او د دواړو هېوادونو دغه اقدام ستایي.
خبرپاڼه زیاتوي؛ افغان حکومت تمه لري چې د دې مذاکراتو له کبله به په سیمه کې اټومي تهدیدونه رفع او په سیمه کې نور هېوادونه هم د خپلمنځي سیمه ییزو همکاریو یو نوی باب پرانیزي.
اعلامیه وړاندې وایي “لکه څنګه چې د دغو مذاکراتو د پيل ابتکار د جنوبي کوریا کړی دی، د افغانستان حکومت هم په سیمه او افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات په خاطر طالبانو ته د بې قید او شرط مذاکراتو او پاکستان سره د دولت په دولت د مذاکراتو وړاندیز کړی دی“
اعلامیه وایي؛ پاکستان دې هم له افغان حکومت سره ورته جوړ جاړی وکړي او په لویه سطحه دې ورسره مذاکرات وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ځلونو د شمالي کوریا پر لانجمنو مسایلو خپل لیدلوری واضح کړی چې ځینې وختونه آن د دې هیواد په اړه د بهرنیو چارو د وزارت خبرپاڼې په ټولنیزو رسنیو کې یوه طنزي سوژه هم ګرځیدلې.



