تېره اوونۍ طالبانو د «الخندق» په نامه پسرلني عملیات پیل کړل، چې په ډېری ولایتونو کې یې سخت بریدونه پیل کړي او سلگونه افغان امنیتي ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوي دي. هره ورځ طالبان نوې سیمې نیسي، عسکر ورته د وسلو او مهماتو سره تسلیمېږي او بشپړې پوستې ورته پرېږدي. د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو له اعلان وروسته په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې د طالبانو نویو عملیاتو ته پراخ پوښښ ورکړل شو، چې آن امریکايي کارپوهانو وویل: د افغانستان جگړه د زور له لارې نه حلېږي او امریکا باید نوره له افغانستان ووځي.
د طالبانو له عملیاتو سره هم مهاله د داعش د ډلې بریدونو هم زور اخیستی او ډېری بریدونه یې په هغو ځایونو کې کوي، چې ملکیان په کې ډېر وژل کېږي. تېره اوونۍ یې د کابل په دشتبرچي سیمه کې برید وکړ، چې د پېښې ټول قربانیان ملکي وگړي او یا د ښوونځي زده کوونکي وو. دغه برید په هماغه ورځ سخت وغندل شو؛ خو سبا ته بیا د خلکو له ذهنونو دغه پېښه له یاده وتلې وه.کېدای شي داعش داسې بریدونه نور هم ډېر کړي؛ څو د طالبانو نوي عملیات تر خپل سیوري لاندې راولي او د رسنیو او حکومت پام پر بله کړي. او دا هم له امکانه لرې خبره نه ده، چې حکومت په لوی لاس داسې بریدونه تنظیم کړي دي او له دې لارې د امریکا او بهرنیانو د پاتې کېدو جوړه شوې ډرامه وي.
د داعش ډلې نن د کابل په شش درک سیمه کې د ملي امنیت پر مرکز برید وکړ. له برید وروسته خبریالان سیمې ته ورغلل، چې بل برید کوونکي یې ځانته چاودنه ورکړه، چې تر لسو ډېر خبریالان پکې مړه او ټپیان شول. نه د ملي امنیت عسکرو ته کوم زیان واوښت؛ خو ټول مړه او ټپیان ملکي وگړي دي.
امریکا، حکومت او داعش دغه کار په ډېر مهارت ترسره کړ. اوس به هغه رسنۍ د داعش پر ضد ډېرې خپرونې پیل کړي، چې په ننني برید کې یې همکاران وژل شوي او درې واړه لوري همدغه ساعت غواړي. په ډېری انځوریزو رسنیو کې لا له وړاندې داعش ته پراخ کمپاین کېده او د خلکو ذهنونه یې د داعش له نوم او وحشت سره اشنا کړي وو.
زه بیا هم وایم، چې داعش د امریکا او د سیمې د هېوادونو گډه پروژه ده. د افغان دولت د ملي امنیت ریاست او د ملي امنیت شورا یې مهم مالي ملاتړي دي. د مشرانو جرگې رییس فضل الهادي مسلمیار سربېره ډېری نور چارواکي هم د داعش ملاتړ کوي. تر پرونه د مسلمیار په موټرو کې د داعش ټپیان د ننگرهار تر عامې روغتیا روغتون وړل کېدل، جامې، وسلې، پیسې او خوراکي توکي د مسلمیار له لوري تراوسه وروړل کېږي. د داعش پر مټ یې د چپرهار ډېرې سیمې له طالبانو ونیولې او اوس پکې حکومت اربکیان فعاله کړي دي.
امریکا د داعش پر مټ غواړي په افغانستان کې خپل حضور نور هم وغځوي او خپل بهرنیو ملاتړو ته د داعش داسې بریدونه د نمونې په ډول وړاندې کړي، که موږ له افغانستانه ووځو؛ نو داعش سر به امریکا او اروپا ته راورسېږي. خو داعش په تېرو څلورو کلونو کې یوازې د عراق دوه ولایتونه د لنډ مهال لهپاره ونیول. نور یې نه د خلافت معلومات کېږي او نه یې د خلیفه.
د کابل په ننني برید کې نه د ملي امنیت د مشر معصوم ستانکزي زوی او یا خپلوان مړ شوی، نه د حنیف اتمر زوی، نه د اشرف غني او نه هم د ټرمپ؛ بلکې ټول غریب خلک وژل شوي او په استخباراتي جگړو کې خلک د خپلې کورنۍ له غړیو هم تېرېږي؛ خو دلته پروژه یان یوازې پکې د غریب بچیان په لوی لاس مړه کوي.
د داعش حضور او بریدونه یوازې نمایشي دي، چې د همدغه حکومت د چارواکو لهخوا د برید تر ځایه رارسول کېږي او د برید معلومات لا له وړاندې ورکړل شوي وي؛ گنې له دومره امکاناتو سره حکومت یې حتماً مخه نیولی شي.
داعش ډلې خپل خلافت په یو اچین کې ټینگ نه کړ؛ نو په دومره لویه نړۍ کې د داعش خلافت یوازې د سټیج د سر تمثیل دی او بس!

















