سرپل کې د انتخاباتو د نومليکنې ۶۰ مرکزونه تړل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۰) د سرپل چارواکي وايي، په دغې ولايت کې د نا امنۍ له کبله د انتخاباتو د نومليکنې شپېته مرکزونه تړل شوي دي.

د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني وايي، په لومړيو کې په ټول ولايت کې ۱۴۹ مرکزونه د نومليکنې لپاره په نښه شوي و خو په وينا يې چې ډیری يې تړل شوي دي.

نوموړی وایي، د نومليکنې د ۶۰ مرکزونو له جملې يو شمېر يې په ولايت او ځينې نور يې په څلورو ولسواليو کې تړل شوي دي.

اماني زياتوي، د پاتې مرکزونو له جملې هم پنځلس مرکزونه له سخت امنيتي ګواښ سره مخ دي ښايي ډېر ژر وتړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسيون کميشنر حفيظ الله هاشمي د نومليکنې په روانه پروسه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې روانه پروسه د قناعت وړ نه ده.

په عين حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند شفيع جلالي وايي، که د ټاکنو لپاره د نومليکنې پروسه همداسې روانه وي ښايي د نوم ليکونکو شمېره تر درېيوو ميليونو هم ونه رسېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button