عزام حقاني
سعودي هیواد کې د افغان سولي په پار جوړیدونکی کنفرانس به څومره مهم تمام شي ، او ایا د افغانستان د جګړې په روان بهیر به کوم مثبت اثر ولري ؟؟!
زه وایم تر څو چې موږ افغانان په خپله د جګړې په ښکیلو خواوو فشار وا نه چوو سعودي او نور ونور موږ ته سوله نشي راوستلی او نه جنګ ختمولی شي.
او هغه چاته په زغرده وه نه وایو کوم چاچې زموږ په هیواد کې د جنګ اور بل کړی دی، او ددې جنګ سبب ګرځیدلي، نو تر هغې نه سوله شته او نه ارامي.
تاسو څه فکر کوئ چې ایا په جوړیدونکې کنفرانس کې به په هغو مسایلو او هغو عواملو باندي خبرې ونه شي کوم چې دا هیواد یې د جګړې په مرکز بدل کړی دی؟
زما په اند کوم څه چې د جګړې په بندیدو او دیو حقیقي سولې په راتګ کې مؤثر تمامیږي فکر نه کوم چې په دي کنفرانس کې دي بحث ورباندي وه شي او نه ددي مجلس ګډونوال زما په اند ددي صلاحیت او واک لري چې په هغو موضوعاتو بحث وکړي کوم چې دا جګړه او روانه غمیزه ترې پیدا شوې.
ولي په هغو مسایلو باندي بحث او خبرې نه کیږي کوم چې د جنګ په ختمولو او د سولي په راتګ کې بارز رول لري؟
ځکه د جنګ بندۍ او سولي لپاره ریښتوني اراده او قصد موجوده نه دی. ؟
د چا لخوا ؟ امریکایانو ، کابل ادارې ، ګاونډیانو او که د طالبانو لخوا ؟
اصلا دا جنګ امریکا پیل کړی نو سل په سلو کې یې د ختمولو واک هم له امریکایانو سره دی ، که امریکا په ریښتیا هم وه غواړي چې افغانستان دي ارام شي او دلته دي دافغانانو په خوښه نظام جوړ شي کولی شي ، خو ولي امریکایان دا اراده نه لري چې جنګ دي دلته ختم شي ځکه د امریکا ګټي په کې خوندي دي.
دکابل اداره بالکل د جنګ بندۍ او سولې په اړه خپلواکه نه ده ، او نه کوم دریځ لري ، څه چې د امریکا خوښه وي هغه د دوئ هم خوښه ده. او هغه څه چې د دوئ له خولو راوزي د امریکایانو د خبرو ترجمه او ژباړه ده.
یعني که ووایو دکابل د ادارې خبره په سوله او جنګ کې مطرح نه ده او نه کوم اعتبار لري بلکې یوازي او یوازي په نوم اداره ده نور دچلولو او بندولو واک یې له امریکایانو سره ده.
د ګاونډیانو په اړه به ووایم که چیري د افغانستان ګاونډي هیوادونه ریښیتا هم د دافغانستان قشاله ختمول غواړي ، نو راپاڅي دي او په امریکایانو دي فشار واچوي ملل متحد او امنیت شوری ته دي خبره پیش کړي چې تر څو به افغانان کړول کیږي او په برخلیک به یې بهرنیان لوبي کوي.
نو دګاونډیانو رول د افغانستان په جنګ بندي او سوله کې مهم او مؤثر تمامیږي ، هو چې اراده یې ریښتوني وي.
طالبان وایې موږ باندي جګړه تپل شوې ده ، او موږ جنګ او جګړې ته مجبور شوي یو ، زموږ جوړ نظام له منځه وړل شوی زموږ هیواد اشغال شوی او زموږ مشروع او روا حقوق تر پښو لاندي شوي دي ، موږ دچا په خاوره او هیواد یرغل او حمله نه ده کړې ، بلکې بل چا زما په کور او هیواد باندي هجوم راوړی ، زه او زما په هیوادوالو یې ژوند حرام کړی دی ، زما څخه یې زما دنظام او حکومت جوړولو حق اخیستی دی ، زما ازادي او استقلال یې راڅخه سلب کړي دي ، نو ماته د نړۍ ټولو قوانینو د دفاع او خلاصون حق راکړی دی ، او زه یې په دي اړه پړ بللی یم .
او بل طالب وایې زما جنګ او جګړه د دائمي او واقعي سولي لپاره ده ، که په ریښتیا هم امریکایان په سوله باور لري نو رادي شي او خپل سرتیري دي له افغانستانه وه باسي په هغه ورځ زه له کابل ادارې سره دسولي او نظام جوړونې مذاکرات پیلوم.
که داسي نه کوي بلکې له ما څخه د تسلیمۍ او جنګ بندۍ غوښتنه کوي نو زه د خپلو اسلامي او ملي حقوقو د تر لاسه کولو لپاره جنګ کوم او له همدي لاري ځان هدف ته رسوم ، او دا د افغان ولس هیله او ارزو هم ده.
ځکه دی وایې چې زما قیام دهمدي لپاره ده چې په هیواد کې روان وحشت ته دپای ټکی کیږدم او جنګ زما انتخاب نه ده بلکه را باندي تپل شوی .
موږ د الله جل جلاله په حکم را پاڅیدلي او دکفار دناولو قدمونو څخه د خپلي خاوري ازادي مقدس جهاد بولو.
روان جهاد د ټول ولس د ساتلو او د اشغال د خاتمې لپاره د شرعي حکم په اساس روان دی، دا کومه د شوق اومادیاتو جګړه نه ده چې زموږ ولس ترې تیر شي، بلکې د اسلام او کفر ترمنځ پریکنده معرکه ده چې د بریا منزل ته رسول يې د ټول مجاهد ولس دنده.
تر هغې چې دلته دبهرنیانو شتون وي د سولي په اړه کنفرانسونه او غونډې کومه مثبته پایله نلري.
نو له همدي علماؤ څخه کوم چې سعودي کې دکنفرانس او مجلس برخوال دي دا غوښتنه ده چې د اسلامي او شرعي او نړیوالو قوانیو په رڼا کې دي خارجیانو ته ووایې چې ستاسو حضور په افغانستان کې دجګړې او جنګ لامل او علت ګرځیدلی دی .
که په رڼو سترګو او د سالم عقل په رڼا کې قضاوت وکړو نو دا به را ته معلومه شي چې په افغانستان کې روانه غمیزه امریکایانو پیل کړې او دیو ناروا او ظالم یرغل له لاري یې دافغانانو په ځمکه او فضاء تیری کړی ، دافغانانو دقربانیو په نتیجه کې رامنځته شوی اسلامي نظام یې چپه کړ او پرځای یې داسي نظام راووړ چې هر کال دنړۍ دفاسدو هیوادونو په کتار کې دویم اودریم مقام خپلوي ، دومره پاشل شوی حکومت چې دیو والي دلري کولو واک نه لري .
نو جنګ امریکایانو پیل کړی اختتام به یې هم دامریکایانو په وتلو سره راځي تر څو چې اشغال او دبهرنیانو شتون دلته وي جنګ به دوام لري ، که له چا سره واقعا هم دجګړې دختمولو غم وي نو بیادي هغه لار ونیسي کومه چې دجګړې په ختمولو کې مؤثره وي .

















