بادغيس: يو قومندان او نولس پوليس طالبانو ته تسليم شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۰) د بادغيس ولايت د قادس ولسوالۍ مربوط د همايون خان په سيمه کې د يو قومندان په ګډون نوولس پوليس له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسليم شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري يوسف احمدي کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼې کې ويلي، چې د قومندان سخي په نوم يو قومندان له خپلو نوولس پوليسو سره د طالبانو ليکو سره يوځای شوی دی.

قومندان سخي په قادس ولسوالۍ کې د دولت د مهم قومندان په توګه فعاليت درلود او د لسګونو عسکرو مشري يې کوله.

طالبان وايي، دغې قومندان له ځان سره نوولس ميله وسلې او په زياته اندازه مرمۍ او نور پوځي توکي هم طالبانو ته سپارلي دي.

دوی زياتوي، چې د نوموړي قومندان په تسليمېدو سره د طالبانو د حاکميت ساحه نوره هم زياته شوه.

په داسې حال کې د نوولس پوليسو د تسليمېدو راپور ورکول کېږي چې دوه ورځې مخکې هم د قادس ولسوالۍ د زهريانو په سيمه کې د قومندان رئيس او قومندان ګل امين په ګډون شپږويشت پوليس طالبانو سره يوځای شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button