د امریکا پوځ وايي چې نن دوشنبه (۳۰ اپرېل) د افغانستان په ختیځ کې یو امریکايي عسکر په جګړه کې وژل شوی، او یو بل ټپي شوی دی.
په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په برید کې ټپي شوی امریکايي عسکر باګرام هوايي ډګر ته انتقال شوی دی او حالت یې د ډاډ وړ دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې په یاد برید کې څو نور افغان عسکر وژل شوي او ټپیان شوي دي.
امریکايي ځواکونو د وژل شوي امریکايي عسکر نوم او د وژل کېدو ځای نه دی ښودلی. خو طالبان وايي چې امریکايي او افغان ځانګړي ځواکونه د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې وژل شوي دي. د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، پر خپل ټوېټر لیکلي: ”امریکايي اشغالګرو د هېواد په شرق کې د خپل یوه عسکر وژل کېدل ومنل. خو دغه پېښه د کاپیسا تګاب ولسوالۍ نوروزخېلو سیمه کې رامنځته شوې.“
کاپیسا: تګاب کې د چاپې عسکرو او طالبانو تر منځ نښته شوې
مجاهد وايي چې د یک شنبې په شپه، شاوخوا ۱۱ بجې، امریکايي او افغان ځواکونو سره جګړه هغه وخت رامنځته شوه کله چې ګډو ځواکونو د نوروزخېلو سیمه کې پر طالبانو چاپه ووهله. د ذبیح الله مجاهد په خبره، په نښته کې ۲ امریکايي عسکر وژل شوي، ۸ ټپيان دي، ۳ داخلي کمانډو عسکر وژل شوي او ۹ تنه ټپيان دي.
دا د روان ۲۰۱۸ز کال له لومړۍ میاشتې (جنوري) راهیسې لومړی امریکايي عسکر دی چې وژل کېږي.
















