بدخشان: طالبانو د کوهستان ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ او پوستې نیولې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۲)
د بدخشان ځایي چارواکو بیګاه ناوخته خبر ورکړ چې طالبانو تیره شپه شاوخوا ۱۰ بجې د بدخشا د کوهستان ولسوالۍ په اړوندو پوستو او امنیې قوماندانۍ همهاله بریدونه پیل کړي.

‎طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نن سهار یې د دې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ له ګڼو پوستو سره یوځای نیولې
نوموړي ویلي چې په دې بریدونو کې یې ګڼو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې او په خبره یې د ولسوالۍ پر مرکز لا هم سخته جګړه روانه ده.
مجاهد ویلي چې په دې بریدونو کې یې ګڼ شمیر مهمات لاس ته ورغلي.
د بدخشان ځایي چارواکو تر اوسه د امنیې قوماندانۍ د سقوط په تړاو څه نه دي ویلي خو زیاته کړې ې ده چې که له مرکز څخه  تر غرمې پورې مرستندوی ځواکونه ور ونه رسیږي ولسوالۍ به سقوط وکړي

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button