زړګی راځنې ورک دی

غزل: عمر عمري خوستی
ننګیالی دی، توریالی راځنې ورک دی
نوم یې نه اخلم سړی راځنې ورک دی
پرې شکمن یم چې طالب راځنې وړی
له ګوګله خپل زړګی راځنې ورک دی
د لـعـلـونـو او مـرجـانـو نـه کـم نـه دی
د یاقوت په څېر غمی راځنې ورک دی
د وحشت سپېره خزان ې ربه ساته!
سور ګلاب دی، ګلالی راځنې ورک دی
وږی، تږی به وي خدایه کوم ګړنګ کې!
د سنګر غازي لالی راځنې ورک دی
و خپل سر او مال یې رب ته وقف کړی
له پاک دینه سپېلنی راځنې ورک دی
پـه لـټـون یـې (عـمـري) یـم لا تـر اوسـه
مېړانی باتور زلمی راځنې ورم دی



