(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۳) د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې خپلو اتباعو ته ويلي خبرداری ورکړی چې خپل امنیت ته پام وکړي او له بې ځايه ګرځېدلو څخه ډډه وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپور شوي خبرداري کې ويل شوي، افغانستان کې امنيتي ګواښونه زيات شوي او ښايي وسله وال امریکايي وګړي د خپلو بريدونو هدف وګرځوي.
سرچينې ويلي، وسله وال غواړي د بهرنيانو په ميشت ځايونو، هوټلونو اود هغوی د تګ راتګ پر مهال بريدونه وکړي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، سرینا هوټل چې د کابل تر ټولو امن ځای دی، په تېرې يوې لسيزه کې درې ځلې د وسله والو تر بريد لاندې راغلی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، هغه امریکايي وګړي چې عامو غونډو، بازارونو يا کارځايونو ته تګ راتګ کوي بايد خپل امنيت ته پام وکړي.
څو ورځې وړاندې طالبانو د الخندق په نوم د عملياتو د پيل اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې پ ډېرې تېزۍ سر روان دي او تر دې دمه يې له افغان ځواکونو ګڼې سيمې او پوځي مرکزونه نيولي دي.