د سختو ټپونو له امله د لوګر د والي ویاند“سلیم صالح“ و مړ

(کابل ټکی کام ـ۱۳۹۷ غویی ۱۳)

چارواکي وایي چې د لوګر د والي ویاند سلیم صالح چې څو ورځې وړاندې د همدې ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې ژوبل شوی و، نن و ، مړ.
یوه اونۍ وړاندې طالبانو د لوګر د مرستیال والي قمرالدین شکیب په موټریز کاروان برید ترسره کړ، چې نوموړی او یو ساتونکی یې په کې ووژل شول، او د صالح په ګډون یو شمیر نور کسان په کې ژوبل شوي و.
د نوموړي نږدې دوستان وایی، صالح د سختو ټپونو له امله تیره شپه د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه او نن ۱۲ بجې به په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button