تبصره
د بخښنې نړيوال سازمان په کابل کې پر خبريالانو د چاودنې او په کې د هغوى په وژنه په يوه اعلاميه کې ويلي چې په افغانستان کې خبريالان له سخت ګواښ سره مخ دي، چې د تيرې دوشنبې په ورخ یې په کابل کې رسنۍ په وينو سرې کړې.
په افغانستان کې په تېر٢٠١٧ز کال او د د روان ز کال له پیله، د ولسي وګړو مرګ ژوبله زياته شوې ده، او په تېرو ١٧ کلونو کې په يوه وخت په دومره شمېر ژورنالیستان نه وو وژل شوي لکه تېره دوشنبه چې ووژل شول.
د اپرېل مياشتې په دېرشمه، په کابل کې د نورو کابل ښاريانو ترڅنګ ژورنالیستانو ته تر درنې مرګ ژوبلې اوښتو وروسته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښوونیزې او فرهنګي ادارې “یونیسکو” د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره د خپلو هڅو دوه برابره کولو ژمنه وکړه.
د سياسي کتونکو په وينا، يونيسکو خو به په افغانستان کې د خبريالانو لپاره خپلې هلې ځلې زياتې کړي، خو يونيسکو به د خبريالانو ژوند څرنګه خوندي کړي چې پخپله دفاع وزارت او په ولاياتو کې یې امنيتي مسئولين خوندي نه دي؟
د ولس او په ځانګړې توګه د خبريالانو ژوند هغه وخت خوندي کېداى شي چې پوځ او پوليس یې د هېواد د ساتنې توان ولري. په تېرو ١٧ کلونو کې چې تر يو لک زيات بهرني پوځونه په افغانستان کې موجود وو، د هغوی په موجوديت کې د ولس او خبرلانو ژوند خوندي نه شو. اوس چې دفاع وزرات په کابل کې د خپل وزارت دفاع نه شي کولاى، د ولس او په ځانګړې توګه د خبریالانو ژوند ته به څرنګه خونديتوب ورکړي؟
د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونيو ګوتريش، له حکومتونو غوښتي چې د بیان د ازادۍ ملاتړ وکړي او د خبریالانو امنیت ساتنې ته جدي پام وکړي.
خو دا پام نور هېوادونه کولاى شي، نه افغان حکومت. ځکه افغان حکومت خپل ځان نه شي ساتلاى. د پسرلي په راتلو سره چې طالبانو د الخندق عمليات اعلان کړل او يا په کابل کې پر خبریالانو د بريد پړه داعش ډلې ومنله، حکومت په حقيقت کې د دا ډول بريدونو مخه نه شي نيولاى. نو اوس حکومت ځان وساتي که خبريالان؟
د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم څه نا څه ګډوډۍ شته، حکومت او ولس یې نيمګړی ژوند په نيمه امنيت سره سر ته رسوي. خو يواځې افغانستان دی چې نه پکې د ولس ژوند خوندي دى، نه د خبریالانو، نه د علماوو، نه د پوهانو او نه د علم، هنر او د قلم د خاوندانو.
په داسې حال کې چې حکومتي چارواکي په خپلو کې په اختلاف سره اخته دي، د ولس او خبرلايانو ژوند به څرنګه وساتي. که یې ساتلاى شواى، په يوه مياشت کې به ١١ خبريالان نه وژل کېدل.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښوونیزې او فرهنګي ادارې یونیسکو استازي، جان مووي، ژمنه وکړه چې د خبریالانو د امنیت ساتنې په برخه کې به خپلې هڅې دوه برابره زياتې کړي. د يونيسکو د مشر، مووي، ژمنه پر خپل ځای، خو افغان حکومت مکلف دى چې د خپلوهېوادوالو او په ځانګړې توګه د ژورنالستانو امنيت خوندي وساتي.
په ټوله نړۍ کې چې يونيسکو د خبرلايانو په اړه کومه وعده وکړي، هغه به عملي کړل شي؛ خو په افغانستان کې یې عملي کول ستونزمن دي. هغه ستونزې چې لومړی پخپله امنيتي ساتونکي یې د خپل ژوند د ساتلو لپاره له منځه نه شي وړلاى، په داسې حالاتو کې حکومت ځان وساتي که ژورنالستان؟
افغان حکومت له ډېرو ستونزو سره مخ دى او دا ستونزې په حکومت کې شاملو کسانو پخپله زېږولې دي. هغه څه پر ولس تحميلوي کوم چې د افغان ولس له اسلاميت او افغانيت سره په ټکر کې وي.
لومړې بايد حکومت د ځان اصلاح وکړي، ولس ته د ولس په سترګه وګوري، د ولس رایې ته درناوی وکړي، له ولسه په هغو کارونو کې چې په ولسي او قومي مشرانو پورې اړه ولري مشورې ترلاسه کړي؛ بيا به د حکومتي چارواکو، ولس او خبریالانو ټولو ژوند خوندي وي.
کومې نيګړتیاوې چې حکومت یې لري شونې نه ده چې د ولس او خبرلايانو ژوند خوندي وساتل شي. کومې بې لارۍ چې په موجوده حکومت کې ليدل کېږي، د هغو له امله امن نه شي راتلاى. کومې هلې ځلې چې د هېواد د ملي ارزښتونو او ملي عنعاتو پر خلاف روانې دي، نه ورته اسلام اجازه ورکوي، او نه افغان ملي کلتور، ځکه موجوده حکومت ته ستونزې له يوې ورځې بلې ته زياتېږي.
يونيسکو خو له افغان حکومته غوښتي چې د خبرلانو د ژوند خونديتوب ته پاملرنه وکړي، حکومت په داسې ستونزو کې راګير دي چې نه ځان ساتلاى شي او نه ژورنالستان.















