نن شپږمه ورځ د روزګان- کندهار لويه لاره پرانيستل شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۳) د روزګان کندهار لويه لاره چې د اعتراض کوونکو له خوا شپږ ورځې مخکې تړل شوې وه نن سهار پرانيستل شوه.

ياده لاره اعتراض کوونکو په دې موخه تړلې وه چې دوی ادعا کوله چې د لويې لارې پر سر پوليس ترې په زوره پيسې اخلي زوروي يې او د پيسو د نه ورکولو پر مهال يې بې عزته کوي او بنديانوي يې.

دوی غوښتنه کوله، چې د لويې لارې پر سر پراته پوليس دې ليرې کړای شي او دغې پوستو ته دې د ملي اوردو او يا نور پوليس راوستل شي.

اعتراض کوونکي وايي، چې امنيتي مسئولينو هغه پوليسو د لويې لارې سر پوستو څخه ليرې کړي چې دوی به يې زورول نو ځکه يې خپل لاريون پای ته رسولی دی.

د روزګان ولايت د امنيې قومندانۍ د امنيت امر عبدالقیوم عمري هم مني چې د لويې لارې پر سر پرتو پوستو پوليسو خلک زورول، مسافر او موټرچلوونکي يې تهيديدول.

د عمري په خبره، د کندهار د امنيې قومندانۍ د امر په اساس يې ياده پوسته کې پوليس بې وسلې کړي او نور پوليس يې ورته راوستي دي.

اعتراض کوونکو وويل، چې د اوس لپاره يې خپل اعتراض پای ته رسولی او لويه لاره يې خلاصه کړې خو زياتوي که بيا ځل له موټرچلوونکو سره ورته ډول عمل تکرار شي نو يو ځل بيا به لويه لاره وتړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې موټرچلوونکي د لويې لارې پر سر د امنيت په خاطر له ميشتو پوليسو شکايت کوي بلکې تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د لويو لارو پر سر مسافر او موټر چلوونکي د پوليسو له ناوړه کړنو او د هغوی څخه په زوره د پوليسو اخيستلو او زور زياتي سره مخ شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button