تخار کې څلوېښت زده کوونکې مسمومې شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۳) د تخار ولايت امنيتي مسئولین وايي، د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ په يوه ښوونځي څلوېښت نجونې مسمومې شوي دي.

د تخار د امنيې قومندانۍ ویاند خليل اسير وايي، پېښه د يادې ولسوالۍ مربوط د درېيمې ناحيې اړوند سيمې په يوه ښوونځي کې رامنځته شوې ده.

د اسير په خبره، مسمومې شوې نجونې روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي او له ډلې يې د يوې روغتيايي وضعيت ښه نه دی.

نوموړی وايي، تر اوسه د يادو نجونو د مسمومېدو لامل نه دی په ډاګه شوی خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

د يادونې ده، چې شاوخوا لس ورځې مخکې په باميان ولايت کې د يوه ښوونځي اووه درېش زده کوونکې مسمومې شوې وې خو لا يې هم د مسمومېدو علت ناڅرګند دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button