(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۳)
د زابل ځایي چارواکي او د ملي یووالي د حکومت اجرایه رئیس داکتر عبدالله تائیدوي، چې د زابل د دایچوپان ولسوالۍ د سقوط وروستۍ شیبې شمیري، او که اضافي کومکي ځواکونه ور ونه رسیدل، سقوط به وکړي.
په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازی حمیدالله توخي وایی ، په دې جګړه کې چې له څو ورځو راهیسې روانه ده تر اوسه ۱۳ سرتیري وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
نوموړی زیاتوي ، د دریو تنو جسدونه اوس هم په سیمه کې پاتې نور ټول په چورلکو کې له سیمې ایستل شوي او ولسوالۍ محاصره ده.
توخي وایي؛ په محاصره ځواکونو کې د زابل د امنیې قوماندان هم دی او ځواکونه د مهماتو، اوبو او غذا له سخت کمبود سره مخ دي.
اجرایه رئیس هم د بریښنایي تذکرو په اړه یوه خبري کنفرانس ته وویل چې یادې ولسوالۍ ته دوه ورځې وړاندې کومکي ځواکونه ور رسیدلي و او لا هم ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده، چې د ده په وینا اشرف غني په همدې حال کې د خلکو د غولولو لپاره د تذکرو ویش پیل کړ.















