سوريه کې د الوتکې لوېدو پېښه کې دوه روسي پيلوټان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۳) د روسيې دفاع وزارت وايي، په سوريه کې يې د يوې جنګي الوتکې د نسکوېدو پېښه کې دوه پيلوټان وژل شوي دي.

دغه الوتکه چې (سوخوی ۳۰) ډوله جنګي الوتکه وه له حميم هوايي ډګر څخه تر پرواز کولو وروسته د لاذقية ولايت ته څېرمه د مديترانې په سمندر کې لوېدلې ده.

روسي چارواکي وايي، ياده الوتکه ويشتل شوې نه ده خو د لوېدو لامل ښايي کوم مرغه وي چې د طيارې انجن ته داخل شوی وي.

تر دې مخکې، په سوريه کې د روسيې هليکوپتر او جنګي جيټ الوتکې د وسله والو په بريدونو کې ويشتل شوي او نسکورې شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button