(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۳) د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکايي مرستو د څار ځانګړې اداره سيګار وايي، په وروستيو کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو هوايي بريدونه د نور وخت په پرتله زيات شوي دي.
سيګار په تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، امریکايي ځواکونو د روان کال په لومړيو درې مياشتو کې په افغانستان کې څه باندې دوولس سوه بمونه غورځولي دي.
د سيګار د راپور له مخې، د ۲۰۱۸م کال په جنورۍ کې درې سوه اته اويا، په فبرورۍ کې څلور سوه نهه شپېته، په مارچ کې درې سوه نهه دېرش بمونه غورځول شوي او دغو ځواکونو په مجموعي توګه دوه سوه پنځلس هوايي عمليات ترسره کړي دي.
سیګار په دغې راپور کې ويلي، چې په وروستيو کې له عراق او سوريې څخه امريکايي جنګي الوتکې افغانستان ته رسېدلي او په دغې هېواد کې په هوايي بريدونو کې ترې استفاده کېږي.
د سيمې په اړه د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته زرګونه امریکايي عسکر افغانستان ته راولېږل شول او امريکايي عسکرو په خپلو هوايي بريدونو او عملياتو کې زیاتوالی راووست.
څه موده مخکې، د امریکا ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې خپلو عسکرو ته امر وکړ چې د وسله والو په وژلو کې هيڅ دقت ونه کړي او هرځای يې چې ووينې (کور، کلي، ګڼ ميشتو ځايونو کې) بريدونه دې پرې وکړي.
د امريکايي او افغان ځواکونو د هوايي بريدونو له زياتوالي سره د ملکي خلکو مرګ ژوبله هم زياته شوې ده.















