بدخشان: د کوهستان ولسوالۍ طالبانو ونيوله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۳) له تېرو دوو ورځو راهيسې طالبانو د بدخشان ولايت په کوهستان ولسوالۍ مرکز او شاوخوا امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي و چې پرون ماذيګر مهال يې د امنيې قومندانۍ او شاوخوا امنيتي پوستې ونيولې خو يواځې د ولسوالۍ مرکز له دولتي ځواکونو سره و.
طالبانو نن په يوې خبرپاڼې کې ويلي و چې د پوستو او امنيې قومندانۍ د نيولو په جګړه کې ديارلس پوليس وژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي.
تازه ځايي سرچينې وايي، چې نن ماسختن ناوخته طالبانو د کوهستان ولسوالۍ مرکز هم له دولتي ځواکونو نيولی او هغوی ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي خو په سيمه کې يې د طالبانو يوې سرچينې د ولسوالۍ نيول تاييد کړل.
ويل کېږي، د يادې ولسوالۍ د مرکز، امنيې قومندانۍ او پوستو څخه وسله والو طالبانو په زياته اندازه سپکې او درنې وسلې او نور جنګي مهمات هم نيولي دي.


