(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۳) د غزني او پکتيکا د لويې لارې موټر چلوونکي او مسافر وايي، چې په لارو کې د پوليسو له لوري زورول کېږي او په غير قانوني توګه ترې پيسې اخيستل کېږي.
د لويې لارې موټرچلوونکي چې د امنيتي ستونزو له کبله خپل نومونه نه اخلي وايي، د لويې لارې پر سر د پرتو پوستو پوليس له هر باروړونکي موټر څخه له پنځه سوه نيولې تر زر کلدارو روپۍ اخلي.
دوی وايي، دغه روپۍ ورځينې په زور اخيستل کېږی او که ور يې نه کړي د پوليسو له لوري وهل کېږي او له بې عزتۍ سره مخ کېږي.
په داسې حال کې دغه موټر چلوونکي يوځل بيا له پوليسو شکايت کوي چې تېره مياشت د پکتيکا اوسېدونکو په دې اړه لاريون وکړ او له چارواکو يې غوښتنه وکړه چې د لويې لارې پوليس دې بدل او يا هم مجازات کړي.
که څه هم تر دې مخکې، د غزني والي عبدالکريم متين ډاډ ورکړی و چې د لويې لارې پر سر د عامو خلکو زورونکي پوليس يې بدل کړي خو موټرچلوونکي او مسافر وايي چې د پوليسو له لوري په زوره د پيسو اخيستل يو ځل بيا پيل شوي دي چې دوی يې له سخت کړاو سر مخ کړي دي.
د پوليسو له لوري په زوره د موټرچلوونکو او مسافرو څخه د پيسو اخسيتل د هېواد په بيلابيلو سيمو کې پيل شوي دي، چې په دې ترڅ کې د روزګان اوسېدونکو له تېرو شپږو ورځو راهيسې د روزګان- کندهار لاره تړلې وه خو نن په دې شرط پرانيستل شوه چې د لويې لارې پوليس به بدلوي.
د يادونې ده چې تر دې مخکې په فراه کې د پوليسو له لوري يو موټرچلوونکی د پيسو د نه ورکړې له امله په ډزو وژل شوی و.















