جمعیت اسلامي: د ‘افغان‘ کلمې په شتون کې د بریښنایي تذکرو اخیستل نه منو

دا په داسې حال کې ده چې د حزب اسلامي په ګډون ګڼو لوریو د تذکرو له ویش څخه هرکلی کړی او له حکومت یې غوښتي چې د یو اقلیت خلکو د نامشروع غوښتنو پر اساس دا پروسه ګډه وډه نه کړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۴)

د صلاح الدین رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوند د بریښنایي تذکرو پیل ته منفي غبرګون ښودلی او هغه یې د افغانستان په خلکو کې د اختلاف ټوکیدلو سرچینه بللې .
جمعیت اسلامي په یوه اعلامیه کې لیکلي؛ په اوس وخت کې چې تر هر څه زیاته امنیت او دخلکو اتحاد ته اړتیا ده، نو د داسې تذکرو ویش به د نوم لیکنې پروسه هم مختله او اختلافات به زیات کړي.
جمعیت ګوند همداراز ویلي؛ چې د ۱۳۹۳ تصویب شوي قانون پر اساس د “افغانستان د اسلامي جمهوریت“ نوم مني او نور د قوم په نوم د څه منلو ته تیار نه دي.

جمعیت همداراز ویلي چې د ولسي جرګې د اکثریت وکیلانو رایه هم د افغان کلمې په نه راوړلو ده او باید ارګ خپله غیر قانوني پریکړه بیرته واخلي.
تر دې وړاندې د ملي کنګرې مشر لطیف پدرام ویلی و، چې که حکومت د “افغان“ کلمه له تذکرو لرې نه کړه، دوی به د افغانستان له نوم نه هم منکر شي او په یو بل انتخاب به غور وکړي.
صلاح الدین رباني، عطانور، ډاکټر عبدالله او د پخوانۍ نظار شورا یو شمیر غړو د دې تذکرو له ویش سره پریکون ښودلی ، او د هغو ویش یې غیرقانوني بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د حزب اسلامي په ګډون ګڼو لوریو د تذکرو له ویش څخه هرکلی کړی او له حکومت یې غوښتي چې د یو اقلیت خلکو د نامشروع غوښتنو پر اساس دا پروسه ګډه وډه نه کړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button