(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۴)
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن د پروان په ولایت کې خپلو راټولو شویو سلګونو مینوالو ته وینا وکړه او په مختلفو موضوعاتو یې خپل لیدلوری خلکو ته وړاندې کړ.
نوموړي د بریښنایي تذکرو له ویش څخه ملاتړ څرګند کړ او د ملي یووالي د حکومت له مشرانو یې وغوښتل چې باید په دې برخه کې خپل ټول جنجالونه یوې خوا کړي او د دې پروسې ملاتړ وکړي.
حکمتیار په کابل کې د داعش ډلې له لوري وروستي بریدونو په تړاو وویل، په دې بریدونو کې د امریکا دښمنې کړۍ لري او په خبره یې چې پوره معلومات لري چې داعش ډله د ایران قوي ملاتړ له ځان سره لري.
حکمتیار د داعش ډله په دریو برخو وویشله چې د ده په وینا، یوه برخه یې له عراقه راغلې، بله ډله یو شمیر پخواني طالبان دي او دریمه ډله چې د ده په آند تر ټولو خطرناکه ده، حکومتي داعشیان دي چې د حکومت له ادرسه خړوبیږي، خو نوموړي په دې تړاو نور وضاحت ورنه کړ.
حکمتیار همدارز وویل چې د حکومت مشران دې نور د خپل ملت پر حوصله لوبې نه کوي او په خبره یې چې اوس هغه وخت تیر شوی چې څوک د زور له لارې واک ته ځان ورسوي.
د حزب اسلامي مشر زیاته کړه، “یو شمیر سفارتونه دي چې سر له اوسه یې په ټاکنو کې تقلب ته مټې رابډ وهلې، موږ په ټاکنو کې د بهرنیانو لاس وهنه نه شو زغملی.“
حکمتیار ټینګار وکړ چې که حکومت د ۲۸ احزابو غوښتنه ومني او پارلمان د احزابو پر اساس وټاکي ډیری خلک به ونډه په کې ولري.
نوموړي وویل؛ “ تر هغو به مبارزه کوو تر څو مو چې د اسلام شین بیرغ پر ټول هیواد نه وي رپولی.“
د هغه په خبره، چې د تضعیف لپاره یې د سیاسي رقیبانو هڅو کوم رنګ نه درلود، خو چمتو دي ترڅو خپل رقیبان هم په څنګ کې ومني .
حکمتیار وویل، لکه څنګه مو چې په جګړو کې خپل مخالفین مات کړل، د سولې په ډګر کې هم هغوی ماتوو.
هغه له خلکو وغوښتل چې د رایي مرکزونو ته ولاړ شي او د ده په اصطلاح مجاهدینو ته خپله رایه ورکړي.
د نوموړي په دې غونډه کې د خوست او ننګرهار په څیر د خلکو حضور کمرنګه و او تر څنګ یې د جلسې فضا د چورلکو شور او ځوګ خرابه کړې وه.
















