”یو زوی مې له امریکایانو سره مجاهد دی“

آصف الله آصفی

څو کاله مخکې یوه ملګري کیسه کوله چې په ننګرهار کې د حضرت علي قومندان له یوه سرګروپ نه مې پوښتنه وکړه چې زامن دې څه کار کوي. وایي، هغه د ټولو زامنو په رابطه معلومات راکړل او د وروستي ځوی په هکله یې وویل چې کشری زوی مې له امریکایانو سره مجاهد دی!!

همدا راز جنرال دوستم دوه ځله په خپلو مرکو کې وویل چې زه له دې ځایه پر امریکایانو غږ کوم چې تاسې په دې وطن کې ډېر مصارف وکړل او ډېر شهیدان مو ورکړل!! نو له دې هیواده د بېرته وتلو لپاره عجله مه کوئ. لږ حوصله نوره هم وکړئ.

خلکو د حضرت علي د دې سرګروپ او جنرال دوستم په څرګندونو پسې یواځې خندا او مسخرې کولې، ځکه خلکو ویل چې حضرت علي او سرګروپان یې بې سواده خلک دي، حتما ګډوې وډې وایي، ځکه چې یواځې ټوپک پیژني او ډز، نور ټول چټیات وایي. خو وخت دی، خدای تعالی پرې راوستی څو امتحان یې کړي او د قیامت په ورځ خپل حجت پرې قایم کړی.

هما راز د دوستم د څرګندونو په اړه هم چا ډیره اندیښنه ځکه نه کوله چې هغه هم د حضرت علي د ډلګۍ له لنډغرو ډیر پورته نه دی، هغه هم یو بې سواده شخص دی او ډاکټر نجیب د خپل ځان او قدرت د ساتلو په موخه مسلح کړی و، او د پلاستیکي جنرالۍ پوست ته ورسید، نور ټوله ورځ چټیات او ګډوډو ویلو بوخت وي، او د ایشچي معامله او پیښه خو یې له هیچا پټه نده، آن چې تر نړیوالو یې سرایت وکړ.

خلک حیران اوس دې ته دي چې تیره ورځ یوه امریکایی لوړپوړي چارواکي په یوه خبري غونډه کې د حضرت علي او دوستم خبره په عین شکل سره تکرار کړه او ویې ویل چې طالبان مجاهدین نه بلکې مونږ او د ملي اردو سرتیري مجاهدین یو!

سړی حیران دې ته شي چې دا بې دینه خلک ولې دومره په اوتو بوتو بوخت شول؟

حضرت علي او دوستم له اسلامه مرور دي خو د اسلام او جهاد خبرې کوي. امریکایانو په ټوله نړۍ کې اسلام او مسلمانانو پسې راخیستې او بیا هم د اسلام او جهاد ادعاوې کوي.

د درې درې واړو خبره ځکه یو ډول ده چې د رسول الله ص د وینا په مصداق الکفر ملة واحدة، دا درې واړه ډلې او انسانان په فکر او عقیده کې سره یو شی دي ځکه یې له خولو یو ډول خبرې ووځي او په دنیا کې هم پر ځانونو حجت قایموي او په  آخرت کې هم.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button