(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۶)
د غزني ځایي چارواکي وایی چې د پکتیکا_ غزني تر منځ غزیدلې لویه لاره اوس هم د ملي امنیتي ځواکونو پر مخ تړلې پاتې او پر یاده لاره لا هم د طالبانو سره جګړې روانې دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وایي؛ یاده لاره له تیرو دریو ورځ را په دې خوا طالبانو تړلې چې په خبره یې د تېرې شپې په جګړه کې ١٤ طالبان او ۱ د ملي اردو سرتېری وژل شوي او اته طالبان او پنځه سرتېري ټپيان شوي دي.
د سیمې خلک وایي، طالبانو دوی ته ځینې فروعي لارې پرانیستې خو لویه لاره د دولتي ځواکونو پر مخ په ټولیزه توګه تړل شوې.
دوی زیاتوي، دولتي ځواکونه اوس هم یادې لویې لارې ته پر نږدې کلیو د هوانونو بریدونه کوي خو تر اوسه یې کوم تلفات نه دي ور اړولي.
طالبانو ویلي چې د پکتیکا غزني لویه لار یې یواځې د دولتي ځواکونو پر مخ تړلې او ولسي خلک په ډاډه زړه پرې تګ راتګ کولی شي
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ دولتي چارواکو خبر ورکړی و، چې یاده لار یې بیرته خلاصه کړې خو د والي ویاند اوس وایی چې لاره اوس هم تړلې او زیاتوي چې “جګړه پاى ته رسېدلې خو بيا هم د نښتې وېره شته“
طالبانو هم ویلي چې په دې جګړه کې تر اوسه دوه طالبان او ٢٥ امنيتي سرتېري وژل شوي او ګڼ شمېر نور سرتېري ټپيان دي.
















