(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۷)
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموريت (يوناما) د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ کې د دستاربندۍ پر غونډه د شوې بمبارۍ په اړه د تر سره شویو څیړنو پلټنې ابلاغ کړې.
یونما وایي؛ د ګوجرو اخوندزاده کلي کې پر هاشمیه مدرسه د شوي بمبار په نتیجه کې ۱۰۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۸۱ تنه یې ماشومان و.
یوناما ویلي؛ له دې ډلې بمبارۍ کې ۳۶ وژل شوي چې په خپلو ټولو څیړنو کې یې د وسلوالو شتون نه دی ثابت کړی.
یونما همداراز ویلي چې دا راپور یې د پیښې له قربانیانو، عیني شاهدانو، دولتي چارواکو ، روغتیایي کارکوونکو او همداراز په کندز کې له دریو مشورتي ټولنو سره د ۹۰ مرکو او د پیښې په ځای کې له عیني شاهدانو څخه د څیړنو په بنسټ چمتو کړی.
د یونما راپور زیاتوي، د ګډو ځواکونو چورلکو په دې برید کې پر ولسي خلکو د راکټونو،ماشینګڼو او درنو وسلو کار اخیستی دی.
یادې ادارې ویلي چې دوی ونه شو کړای تر څو له هرټپي سره له نږدې مرکه وکړي او نه هم دا ثابتولی شي چې د برید پر مهال هلته وسلوال طالبان وو.
د یاد برید پړه د دفاع وزارت منلې وه او ویاند یې محمدرادمنش ویلي و،چې برید ته یې څو ورځې وړاندې تیاری نیولی و،چې په خبره یې په برید کې ټول تلف شوي وسلوال طالبان او د هغوی مشران و.
که څه هم د یادې مدرسې مشرانو د جلسې په تړاو د کندوز ځایي ادارې او د ولسوالۍ سیمیز مرکز ته د غونډې د ترسره کولو خبر ورکړی و، خو بیا هم یاده پیښه رامنځته شوه.
د پیښې تر روښانه کیدو وروسته سیمې ته څو رسنیز ټیمونه د طالبانو په مرسته ولاړل او په پیښه کې یې د ولسي خلکو پراخه مرګ ژوبله هم رسنیزه کړه.
تر هغه وروسته د ملي یووالي حکومت هم سیمې ته یو څیړنیز پلاوی واستاوو، خو د ملي شورا د ځینې غړو تر اعتراضونو وروسته د یاد څیړندوی پلاوي نتیجې وځنډول شوې.
د ملي شورا یو شمیر استازو پر حکومت تور ولګاو چې د کندوز ځینې وکیلان یې د پیسو په مټ دې ته راضي کړي ترڅو د پیښې د جزئیاتو په بدلون او د حکومت په ګټه د راپور په تیارولو کې ورسره مرسته وکړي، چې د دې راز تر افشا کیدو وروسته پایلې تر اوسه ځنډول شوې دي.
یاده پیښه په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوه.
او یونما هم په خپل وروستي راپور کې د ملي یووالي پر حکومت ژغ کړی ترڅو په خپله جګړییزه پالیسي له سره غور وکړي.


















