سوریه کې یوه روسۍ چورلکه نسکوره شوې

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې تېره ورځ (دوشنبه، ۷ مئ) د سوریې په ختیځ کې یوه روسۍ چورلکه نسکوره شوې او دواړه پیلوټان یې وژل شوي دي.
د روسیې د دفاع وزرات له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ”Ka-52 ماډل چورلکه د سوریې په ختیځو سیمو کې د عملیاتي پرواز پر مهال رانسکوره شوه او پکې سپاره دواړه پیلوټان ووژل شول.“
د خبرپاڼې له مخې، یاده هلیکوپتر د تخنیکي ستونزو له امله رانسکوره شوې ده.
څو ورځې وړاندې هم د روسیې سوخوی-۳۰ ډوله جنګي الوتکې د حمیمیم له هوايي ډګر تر پورته کېدو وروسته سقوط وکړ او پیلوټان یې ووژل شول. هغه مهال د دروسیې دفاع وزارت د الوتکې د رانسکورېدلو لامل ”د الوتکې له ماشین سره د مرغیو احتمالي ټکر“ بللی و او ویلي یې و چې پر الوتکې ډزې نه دې شوي.



