ننګرهار: ترافيکي پېښه کې پنځه کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۷) د جلال اباد تورخم په لويه لاره د روداتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوې ترافیکي پېښې له کبله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه نور سخت ټپيان دي.

پېښه نن سهار د يادې ولسوالۍ په سرخ ديوال سيمه کې د ټوډي او سراچې موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

په وژل شويو کې يوه مېرمن او درې ماشومان دي، د پېښې ټول قربانيان د جلال اباد روغتون ته وړل شوي دي چې د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ ښودل شوی.

د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګوته شوې.

په هېواد کې وخت ناوخت د موټرچلوونکو د بې احتياطۍ او د سړکونو د خرابوالي له کبله مرګونې ترافیکي پېښې کېږي چې ډيری هېوادوال پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button