د بليک هاک تبليغاتي شور او د ولسواليو سقوط

تميم توفيق
د اشرف غني پرانيستنې به مو ليدلې وي، کله د ريل ګاډي اوسپنيزه ليکه پرانيځي، کله بندونه او کله نورې ډول ډول پروژې افتتاح کوي. ابله ورځ يې د تذکرې اخيستنې بهير افتتاح وکړه، خو دا هرڅه يې بس همدا يوه ورځ وي چې په مطبوعاتو کې شور جوړ کړي او وروسته بيا د دې هرڅه درک ورک شي، بس بالکل لکه تحقيقاتي پلاوي چې نوم يې وي خو خارجي وجود يې نيست او نابود وي.
د امريکا لخوا له کابل دولت سره د بليک هاک په نوم چورلکو مرسته هم له دغې جملې څخه وه او ده، هغه يوه ورځ ياديدلې چې د دوو دانو کليانې يې اشرف غني وصول کړې، مګر بيا يې نوم او نشان دواړه ورک شول. خدای خبر کليانې يې نمايشي وې او که ګرد سره د چورلکو انځورونه يې په پوټوشاپ جوړ کړي وو؛ ځکه د هغه وخت له تبليغاتي شور او ځوږ وروسته مو وانه وريدل چې د بليک هاک سلپ ووهل شو او موفق عمليات يې انجام کړل.
دا به د خدای فضل وي، د ع او غ اداره لکه څنګه چې په نورو بخشونو کې فلج ده، همداسې يې د تبليغاتو هم چنداني خونده نشته، د نورې نړۍ بالعکس د دوی د دولتي او اجيرو رسنيو له لارې تبليغاتي شور هم لکه د تحقيقاتي پلاويو او پرانستنو په څير يوازې يوه ورځ وي. دوی چې په کندز کې د دستاربندي په مراسمو د بمبار پړه په غاړه واخيستله، ښه موقع وه چې له دې پېښې يې د بليک هاک لپاره هم تبليغاتي ګټه اخيستې وای او مخالفين يې پرې ويرولي وای، چې بليک هاک يې دغسې نښه ويشتونکي او انسانان وژونکي دي.
د روانې (ثور) مياشتې په ۵مه چې طالبانو د (الخندق) په نوم عمليات پيل کړل، تر اوسه پورې يې ګڼې سيمې او آن سلامتې ولسوالۍ سقوط کړې او زيات تعداد دولتي عسکر يې ووژل، ټپيان کړل او ويې نيول.
دې پېښو دوی ته يو ځل بيا بليک هاک ورياد کړل او تيره ورځ يې د يوې دولتي رسنۍ له لارې خبر نشر کړ چې تازه يې د بليک هاک ۱۵ پلوټان او ۱۶ دفاعي غړي له درې نيمې مياشتې روزنې فارغ شول، چې د فراغت په مراسمو کې يې د هوايي ځواک کورنيو او بهرنيو قومندانانو شرکت کړی وو.
په خبر کې راغلي و چې بهرنيو سلاکارانو دولت ته ډاډ ورکړی چې تر ۲۰۲۴ ميلادي کال پورې به وعده شوې ۱۵۹ په عصري ټکنالوژۍ سمبال بليک هاک هم ورته وسپاري او د هوایي ځواک عمومي قوماندان جنرال محمد شعیب وحدت ياده کړې چې بليک هاک يې ځواکونه پياوړي کړي او د جګړې په ډګر کې اغيزمنې تمامې شوې دي.
د ع او غ تبليغاتي دستګاه د خپلو پوځيانو او مامورينو د اعتراضونو له ويرې، د نړيوالو او ولسي مبارزينو له شرمه د دې خبر په نشر يوازې يوه رسنۍ امر کړې ده، چې هسې نه څوک پرې وخاندي او يا پرې اعتراض وکړي چې د ۱۴ بليک هاک په شتون کې مو هم هره ورځ لسګونه پوځيان ژوند بايلي او سيمې يې له لاسه وځي!! او بل اوس د دوی هم ښه سر خلاص دی چې په وړه خوله لويې خبرې نه ښايي.
لنډه دا چې عمل او د هوا ګزول، لاپې شاپې او پوچ تبليغات، هغه هم چې يوه څپه وي، لکه د زمکې او اسمان هومره فرق لري. هغه چې په ځان کې څه ويني، تبليغاتو ته اړتيا ځکه نه لري چې عمل او کار يې کولی شي په استعداد يې نړۍ خبره او قانع کړي، او هغه چې په خپل حقيقي قوت بې باوره وي، تبليغاتي شور يې تر هر چا زيات وي، خو هغه هم د هغه چا په وړاندې موثر تماميدای شي چې له تبليغاتو يې ترهه کيږي، ګنې تاريخ شاهد دی چې د ګوډاګيانو له لوري د يرغلګرو د مادياتو په زور راوتليو تبليغاتو هيڅکله ايماني قوت، ولسي خوځښت او ملي درد او احساس نه دي ايل کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button