(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۹) د کابل ښار په لسمه او ديارلسمه امنيتي حوزه کې په يوه وخت چاودنې شوي او اوس مهال وسله وال بريدونه روان دي.
د کابل د امنيې قومندانۍ وايي، لومړی د ديارلسمې امنيتي حوزې مخې ته چاودنه وشوه او ورسره سم وسله وال بريد پیل شوی چې اوس مهال د امنيتي ځواکونو وسله والو تر منځ نښته روانه ده.
سيمې ته نږدې اوسېدونکي وايي، چې د څو چاودنو غږونه يې اورېدلي چې وروسته دواړوه خواوې ډزې پيل شوې.
د امنيې قومندانۍ وياند طلوع نيوز ويلي، د ديارلسمې امنيتي حوزې په لومړۍ دروازه کې سرتيري بريدګر ځانته چاودنه ورکړې او وروسته نورو وسله والو بريدونه پيل کړل.
په عين حال کې د لسمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د يوې چاودنې خبر ورکړل شوی دی.
د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وايي، د لسمي امنيتي حوزې مربوط په نوي ښار سيمه کې چاودنه شوې خو د څرنګوالي په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
ويل کېږي، په دواړو بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه يې په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
تر دې دمه د بريدونو مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.


















