سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

له سورهاک وروسته د بلک هاک ازمايښت

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مې 10, 2018
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
342
ځلې شریک شوی
227
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرليکنه

هغه انګرېز چې له لمر ختو تر پرېوتو یې مستعمره درلوده خپل پوځونه او ډول ډول وسلې یې پر افغان ولس وازمايلې. همدارنګه، صفويانو هم د تېري او يرغل زړونه پر افغانستان يخ کړل، خو ارمانونه یې نيمه خوا پاتې شول. له هغه وروسته چې روسانو په افغانستان کې کومې وسلې او روزل شوي پوځونه وازمايل، چرچل او مکناټن هم نه وو ازمايلي. خو له نېکه مرغه، هر تېري کوونکي چې د افغانستان پاکې او مقدسې خاورې ته د تېري په نظر کتلي، غاښ ماتي او سر ماتي له افغانستانه تښتېدلی دی.

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

روسانو چې د کابل پر هوايي ډګر د لومړي ځل لپاره ګن شيپ هلیکوپترې کوزې کړې، وطن پلورو کمونستانو ورته د خوښۍ نڅاوې وکړې چې نور به د دې هليکوپترو په وسيله د مجاهدينو سنګرونه بمبار او په بشپړه توګه به له منځه وړل کېږي. ګن شپ هليکوپترو په بمبار کې ځانګړی نوم درلود، خو د مجاهدينو په مقابل کې یې ګټلی نوم بايلود.

کله چې یادو هليکوپترو بمبار پیل کړ، کمونستانو به ويل، ”دا د سره لښکر هليکوپترې دي. سرې لمبې یې مخالفين له منځه وړي، او له سرې ماڼۍ رالېږل شوې دي چې د سرو لښکرو د کاميابيو لپاره پر دښمن سره اورونه بل کړي. “

ځینو روسي تالي څټو، چې په روسيه کې  یې پوځي زدکړې کړې وې، به ويل: ”سرې هليکوپترې د افغانستان د سره انقلاب ساتونکې دي.“

دا چورلکې به چې هوايي ډګر ته له عملياتو راستنې شوې، سره بيرغونه به یې په څرخونو پورې تړلي وو چې له امله به یې هوايي ډګر تک سور شو .

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د مېشتو نړیوالو ځواکونو د قوماندانۍ، یا غوڅ ملاتړ ماموریت، په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي د افغان هوايي ځواک اړوند ۳۱ منسوبینو، د بلک هاک هلیکوپترو د روزنې په برخه کې د فراغت اسناد ترلاسه کړي او په هلمند کې یې د لومړي ځل لپاره په عملياتو کې برخه واخیسته.

 د امريکايي جنرال په وینا، دوی په دې وياړي چې په عملياتو کې یې ورسره برخه هم اخیستې ده.

د هلمند په عملیاتو امريکايي جنرال، پیلیپ سټیوارټ، کټ مټ هغه خبره وکړه کومه چې روسي قوماندانانو کمونستي نظاميانو ته کوله. هغوی به کمونستانو ته ويل: ”په دې وياړو چې د اکتوبر د انقلاب پايلې به په افغانستان کې ګورو.“

روسي جنرا لانو به ويل: ”موږ د اکتوبر انقلاب د سره پوځ په مرسته کامياب کړی؛ سور پوځ، د سره پوځ وسلې، د سرې ماڼۍ قومانده او د سرو هليکوپترو عمليات به له سور کمونستي انقلابه دفاع کوي.“

سور انقلاب! د کمونستانو په اصطلاح یې ورته ”پر شا نه تلونکی انقلاب“ وايه – هغه ”پر شا نه تلونکی انقلاب“ چې د افغانستان مجاهد ولس په تورو، کوتکو او دانپورو ټوپکو پر شا تللو ته اړ کړ.

اوس امريکايي جنرال، پیلیپ سټیوارټ، په هلمند کې افغان پوځيانو ته د بلک هاک ډاډ ورکوي چې همدا چورلکې به په کابل کې د جان کېري له حکومته دفاع کوي.

ګاونډيانو، د سيمې هېوادونو او نړيوالې ټولنې منلې چې روسانو په افغانستان کې له خپل ټول ځواک څخه په استفاده عمليات کول او له سره پوځ او سورهاک هليکوپترو یې کار اخیست؛ خو همدا افغان مېړنی او مجاهد ولس ؤ چې د هېواد په هره سيمه کې یې د روسي وحشيانو سورهاک څرخکې نسکورې کړې.

افغانستان ته د امريکا له اپاچي څرخکو وروسته د بلک هاک لومړۍ جوپه نږدې اته مياشتې د مخه رارسېدلې ده او نورې بلک هاک به هم امريکا افغان حکومت ته ورکړل شي. خو سره له ټولو پوځي وسايلو، د کابل په شمول ټولو ولاياتو کې پر دولتي مرکزونو د بريدونو مخه نشي نيولاى او ورځ تر بلې د هېواد په مرکز او ولاياتو کې پر حکومتي پوليسو او بهرنيو ځواکونو د طالبانو لخوا جنګي کړۍ راتنګېږي.

افغان دفاع وزارت او په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو قومندانان په دې ډاډه دي چې افغان پوځ ته مو د نورو جنګي وسايلو تر څنګ ١٣ بلک هاک څرخکې ورکړې دي او تر هلمند وروسته به په نورو ولاياتو کې هم عمليات ترسره کړي. خو دا چې د کابل زړه نا ارمه دى او په کابل کې د بريدونو مخه نشي نيولاى، په نور ولاياتو کې به بلک هاک څه وکړي؟

په افغانستان کې چې د افغان مؤمنو مجاهدينو په مقابل کې د مسکو سورهاک ناکامې شوې، د امريکا بلک هاک هم ناکامې دي. د بهرنيو پوځونو او بلک هاک په ډاډ هم دفاع وزارت له طالبانو هغه سيمې بېرته ونه نيولې کومې چې یې دمخه ترې نيولې دي.

جګړه په سورهاکو او بلک هاکو نه ګټل کېږي؛ جګړه په ايمان، قوت، حوصله او ایماني غيرت ګټل کېږي. سورهاکو په افغانستان کې خپل زور وازمايه، اوس یې بلک هاک هم ازمايي. بلک هاک به هم د افغان مجاهد ولس لخوا په هغه برخليک اخته کړل شي له کوم سره چې سورهاک مخ شوی و.

مخکینې مطلب

بغلان چارواکي: د تاله برفک د بيرته نيولو عمليات پيل شول

بل مطلب

د هېواد د طبيعي زېرمو ويښ غله او ويده افغانان

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com