بغلان چارواکي: د تاله برفک د بيرته نيولو عمليات پيل شول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۰) د بغلان د والي وياند ذبيح الله شجاع وايي، د ځمکنيو او هوايي ځواکونو په مرسته يې د تاله برفک ولسوالۍ د بيرته نيولو عمليات پيل کړي دي.

نوموړی وايي، هڅه کوي چې د يادې ولسوالۍ د بيرته نيولو پر مهال وسله والو ته زياته مرګ ژوبله واړوي.

په داسې حال کې د بغلان په تاله برفک ولسوالۍ د عملياتو خبر ورکول کېږي چې نن د دفاع وزارت وويل چې د فارياب بل چراغ ولسوالۍ يې بیرته له طالبانو نيولې ده.

خو د فارياب د ولايتي شورا مرستيال صبغت الل سيلاب بيا وايي، طالبانو له بل چراغ ولسوالۍ تکتیکي شاتګ کړی او په خپله خوښه يې ياده ولسوالۍ خوشې کړې، د دواړو غاړو تر منځ نښته نه ده شوې.

دوه ورځې مخکې د فارياب بل چرغ او د بغلان تاله برفک ولسوالۍ طالبانو له دولتي ځواکونو ونيولې چې په ترڅ کې يې څو لسګونه عسکر ووژل شول او په زياته اندازه مرمۍ او مهمات د طالبانو لاسته ولوېدل.

خو تر اوسه طالبانو د يادې ولسوالۍ د بيرته خوشې کولو په اړه څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button