د هېواد د طبيعي زېرمو ويښ غله او ويده افغانان

تميم توفيق

له قيلولې وروسته مې چې کمپيوټر پرانيست، له هرڅه مخکې مې د يو افغان کارتونيست په جوړ کړي کارتون سترګې ولګېدلې. کارتون کې پاس د حکومت خپلمنځي اختلافات انځور شوي وو او لاندې يې امريکا لګيا وه رنګارنګ کانونه يې ايستل او په يوه ټوکرۍ کې يې غونډول.

رښتا هم همداسې ده، لکه کارتونيست چې څه انځور کړي و، هماغسې په واقعيت کې هم روان دي. اشرف غني او عبدالله کله په تذکره کې د افغان په نوم ليکلو سره ښکېل وي، کله يې د وزارتونو يا نورو ادارو په رئيسانو د يو بل ګريوان ته لاس اچولی وي او کله په خپل لاس له ټاکليو واليانو سره په لفظي شخړو او پيغورونو اخته وي. خو نور هيواد او ولس يې ګردسره له پامه وتلی، چې امريکايان پکې درګرده لګيا دي، د دې هيواد زېرمې لوټ او چور کوي او چې هر چيرته يې ولس ته وار برابر شي، په يو ځای ترې هديره ډکه کړه.

چالاکې امريکا، حکومتي لوړپوړي چارواکي د يو بل پر ضد پورته کړي او له نور هيواد څخه يې لکه د بګۍ آسونه سترګې پټې کړې دي؛ ولس يې له ناټو، کرايي او حکومتي ځواکونو سره په جګړه اخته کړی او د قبرونو په ايستلو يې مصروف ساتلی، تر څو دوی په ارامه فضا کې د خپل تاريخ د اوږدې جګړې مصارف د افغانستان له کانونو پوره کړي.

موږ افغان ولس چې هرکله له بدمرغيو سره مخ شوي يو، لوی سبب يې د همدې اولس له منځه راپورته شوي پردي پال، ماده پرست او بې ضميره خلک دي. زمونږ پښه، د طالبانو د مشر ملا محمد عمر په خبره، هميش په خپله پايڅه کې بنده وي. که دې هيواد او ولس سره خپلو غلو او بې احساسو جفا نه وای کړې، هيڅ شک نشته چې بهرنيانو به ورته د ديني او ملي ارزښتونو دومره لوی زيان نه وای اړولی، لکه نن يې چې وينو.

کله چې د امريکا تاجر او په پيسو مين ولسمشر ټرمپ د خپل هيواد واګې په لاس کې واخيستلې، اشرف غني ورته د تليفون له لارې او دغه راز په لومړي ملاقات کې د افغانستان د کانونو حساب ورکړ او په دې سره يې تشجيع کړ چې په دې هيواد کې له جګړې لاس وانخلي.

ټرمپ هم د اشرف غني له ملاقات څو ورځې وروسته په ډاګه وويل چې د افغانستان طبيعي زيرمې د چين هيواد د انحصار ماتولو د امريکا اقتصاد او امريکايانو ته د کار موندنې لپاره مهمې دي. دا خبر اوس هم په نيويارک ټايمز پاڼه کې ليدلی شو. هغه مهال د ډاين کورپ په نوم امريکايي کمپنۍ د سپينې ماڼۍ په چارواکو پسې وه چې د افغانستان د زيرمو د استخراج کار وروسپاري.

دغه راز د بليک واټر په نوم بدنامې پوځي کمپنۍ مشر ايرک پرنس هم له امريکايي چارواکو غوښتي و چې افغانستان د کانونو استخراج او ساتنه د دوی پوځي ټيمونو ته حواله کړي.

د حيرانۍ ځای دا دی چې امريکايي چارواکو ته د هيواد د طبيعي زيرمو په اړه معلومات هم افغانان ورکوي، چې د درې ټريليون ډالرو په ارزښت کانونه لري او له دې هم زيات د تعجب خبره دا ده چې له بليک واټر سره په دې برخه کې دوه تنه افغانان کومک کوي.

د کانونو ايستلو په اړه د هيواد له ګوټ ګوټ نه شاهدان لرو چې امريکايانو يې په سيمه کې موقتي قرارګاوې جوړې کړې او چې کله يې ګډه په شا کړې، هلته ژورې کندې ليدل شوې دي، چې بې له شکه يې د کانونو ايستلو کار بللی شو.

د امريکايانو د دې کار يو ګواه زه هم يم، زمونږ د ولسوالۍ په غريزه سيمه کې هم ډير وخت امريکايان ميشت و چې بيا ووتل، د هغې سيمې خلکو ويل چې څه په لاس نه دي ورغلي. او د ۲۰۱۷ په لومړيو کې په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازو هم په دې اړه ښکاره وويل چې امريکايي ځواکونه د شپې له مخې له خانشين ولسوالۍ څخه په هليکوفترو کې کانونه ليږدوي، خو په سيمه کې د حکومتي چارواکو اروا هم پرې شکه نه ده.

لنډه دا چې موږ ته هره بلا د خپلوان له لستوڼي راوځي، هم مو ديني ارزښتونه او شعاير د خپلو افغانانو په لاس توهينيږي، هم مو د هيواد خاوره په لوی لاس او په رڼا ورځ غربيانو ته په تحفه کې ورکول کيږي، هم مو اقتصاد يا د خپلو زورواکانو په لاس چور تالان کيږي او يا د لويديځوالو او نورو کمپنيو په توسط دغه پخه مړۍ د دې مظلوم ولس له لاسه تښتول کيږي او هم مو د بې دفاع ولس ژوند او وينه له پرديو ځاريږي.

ذکر شوي اعمال خو يا په ناشعوري ډول انجاميږي او يرغلګر په بيلابيلو مکارانه کړنو چارواکي غولوي او يا دغه بې چاره ولس په شعوري توګه او په لوی لاس د څو بې وجدانو لخوا د بلا خولې ته ورکول کيږي، چې هر څه وي، ولس ته په کار ده چې نور ويښ شي او د يرغلګرو په شمول د کابل چارواکي پرېنږدي چې نور يې هم له پورته کيدو وغورځوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button