ولې مو ذهن کمزوری کېږي؟

ډاکټر فصيح الله عمرزى
د انسان بدن د عمر په تېرېدو سره په ډول ډول ناروغيو اخته کېږي. خو ځینې ناروغۍ داسې هم وي چې هغه په عمر پورې اړه نه لري، په ځوانۍ کې هم پرې انسان اخته کېداى شي.
په ناروغيو کې څو ډولونه دي، څه یې په اسانۍ سره په درملو مهار کړل شي او ځینې وخت واخلي.
زموږ په غربت-ځپلې ټولنه کې اوس هغه ناروغۍ زياتې شوې دي چې وخت اخلي او په اسانه یې درملنه شونې نه ده.
پنځوس يا تر پنځوسو زياتو کلونو دمخه، زموږ په هېواد کې د تبرکلوز ناروغي زياته وه. زياته په دې وه چې درملنه یې زموږ په وروسته-پاتې هېواد کې ستونزمنه وه. د شاهي کورنۍ او هم په شاهي کورنۍ پورې د تړلو کورنيو غړي به له هېواده بهر درملنې ته روان وو او غريب ته به یې درملنه ګرانه وه. ځکه غريب مریض به د درملنې لپاره په سره سود او د ځمکې په ګروۍ پيسې ترلاسه کولې.
اوس زموږ هېواد تېرو پنځوسو کلونو ته ورګرځېدلی دى. که په هېواد کې د اروپايي ډالرو باران دى، نو د چا پر سر دى؟ غريب پخوا هم غريب او اوس هم غريب؛ هر ډول مرض پرې په اسانه بريد کولاى شي.
دا مهال زموږ هيوادوال پر موږ د تپل شوې جګړې له امله په ذهني ناروغيو اخته دي. ٤٦ سلنه ولسي وګړي له غربته او ورسره د ناوړه چلند له امله له ذهني ناروغيو ځورېږي، چې نه په خپل هېواد کې د درملنې درک شته او نه بهر کې د درملنې وس او توان لري.

ذهني ناروغي څو لاملونه لري، يو لامل یې په عمر پورې اړه لري. د کوم انسان چې عمر زيات شي، ذهن یې د پخوا په څېر ورپاتې نه شي.غږ (ږغ) په اسانۍ سره نه اوري، د عمر په پوخوالي پورې تړلې ټولې ناروغۍ یې په تن مېلمنې شي. خو ذهني ناروغيو زموږ په ولس کې پر ځوان نسل ډېر بد اغېز کړی دى، چې زيات شمېر ځوانان، ښځې او نارينه پرې اخته دي.
روغتيا پوهان وايي په کور، سيمه، دفتر، کلي او شريک ژوند کې ناوړه چلند لومړی لامل دی چې انسان په ذهني ناروغۍ اخته کوي.
دویم لامل یې سر نه خلاصېدونکي بحثونه اوناندرۍ دي، چې په دوام یې بالآخره انسان په ذهني ناروغۍ اخته شي.
دريم د بوی د درک حس چې د کوم انسان کم شي، هغه انسان ډېر ژر په ذهني ناروغۍ اخته کېداى شي.
اوس دې ته راځو چې د بوی حس ولې کمېږي؟
روغتيا پوهان وايي چې په ورځنې ژوند کې ستونزې زياتې شي او له حده واوړي، د انسان ټول حسونه کمزوري شي، د ژوند د پېچلتيا له امله پر ذهن فشار راشي. لومړى یې د بوى حس کمزورى شي، وروسته په ذهني ناروغۍ اخته شي.
د هغه چا چې ذهن یې کمزورې کېږي عمرونه له ٥٧ تر ٨٥ کلونو پورې وي، چې په دې عمر کې د ژوند ناخوالې او د عمر پوخوالى سره يو شي، ذهني کمزوري رامنځته شي. که تر دې عمر کم وي، بيا یې هغه وخت درملنه شونې وي چې دژوند ناخوالې یې يا له منځه ولاړې او يا راکمې شي، چې، په افسوس سره، زموږ د ژوند ناخوالې ورځ په ورځ زياتېږي.
روغتيا پوهان وايي، د سهار له مخې بايد انسان په تازه ګلونو او شنو بوټو نظر وکړي، د ويلنې (نعناع)، سنځلې، نارنج، ګلاب، رامبېل، او… ګلونو بوی د انسان د ذهن په قوي ساتلو کې مرسته کوي. د روغتيا پوهانو په نظر، د نارينه وو په نسبت ښځې زياتې په ذهني ناروغيو اخته کېږي.

يوه اروپايي روغتياپوه، پروفيسور جيانت بينتو، ويلي چې انسان د يو ټريليون ډول ډول بويونو د حس وړتيا لري؟ د بينتو وينا پر خپل ځاى، خو د ټولنې د کلتور پر خلاف اخلاق، انسان په ډول ډول ناروغيو اخته کوي، چې يوه یې ذهني کمرزري ده؛ او اوسنی نسل په ذهني کمزورۍ اخته دى.



