نوې حيرانوونکې ټکنالوجي

لاروى
ورځ په ورځ پرمختلونکې ټکنالوژۍ ډېر څه وکړل – هغه څه یې وکړل چې دمخه به اورېدونکو هيڅ نه منل، په تېره بيا د افغان ولس يو شمېر وګړو. نن همغه وګړي چې د نوې تکنالوژۍ په مټ روغتيايي، رسنيزې او تخنيکي پرمختللي وسايل ګوري، غوږونو ته لاس کړي، وايي چې نه مرو، ډېر څه به واورو.
اوس مو د نوې تکنالوژۍ په مټ له هغه څه خبروو چې تراوسه مو نه دي اورېدلي.
دمخه به چې کوم موټر چلوونکي خپل موټر ګړندى چلاوه او څوک به یې پرې وواهه، وروسته به یې ترې پښې سپکې کړې. اوس داسې نه ده، د نوې تکنالوژۍ په مټ هغه موټر چلوونکی پېژندل کيږي چا چې پر سرک کوم غريب لاروى وهلې وي.
اروپايي هېوادونه، چې په نوې تکنالوژۍ کې سره سيالي لري، برتانيه او امريکا په يوه داسې تکنالوژۍ کار کوي چې پر مټ یې، چلوونکى د کوم لاروي او يا په بل ځاى کې له وهل شوي شخص څخه نشي تښتيدلاى او ځاى پرځاى يې وپيژندلاى شي.
د دا ډول تکنالوژۍ کار په ٢٠١۸ کې پیل شوی، په سرکونو داسې آلې نصب کړل شوي چې ګړندې موټر چلوونکى څوک ووهي په همغه شيبه پر سرک نصب کړل شوې آله پوليس ته خبر ورکوي او هم ورته وايي چې چلوونکی په کوم لورې په تيښته دى.
د بلې خوا په اروپايي هېوادونو کې په موټرو کې داسې آلې هم نصب کړل شوې دي چې دمخه د خطر تر پېښېدو موټر له خطر ه ژغوري. يانې نه غواړي موټر یې له سرک بلې خوا ته ولاړ شي.
په دې اړه يو شمېر کپنۍ غواړي نور معلومات هم ولري او کار پرې روان دى.



