ارګ په ځینې مهمو دولتي پوسټونو کې تازه بدلونونه راوستي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۲)

د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني د ځینو حکومتي اداراتو او سفارتونو مشران تبدیل کړي.
راپورونه وایي چې د ارګ چارواکي تر ډیرو چنو او جنجالونو وروسته په دې سلا شوي تر څو په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب له دندې ګوښه او پر ځای یې محمد شفیق همدم وګماري.
همداراز د ملي یووالي د حکومت یوه بله مهمه څیره عبدالسلام رحیمي هم له دندې ګوښه شوی او ځای به یې په امریکا کې اوسنی افغان سفیر حمدالله محب ډک کړي.
سرچینې زیاتوي ؛ رحیمي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې ته د نادر نادري پرځای ټاکل شوی دی.

د شمشاد نیوز د خبر تر مخه، یو بل مهم بدلون دادی چې ارګ له ملګرو ملتونو څخه د افغانستان دایمي استازی محمود صیقل را غوښتی او پر ځای یې د نادر نادري ټاکل شوی دی.
د دې ترڅنګ د سلام رحیمي رقیب او له ولسمشر څخه خپه چارواکی داود نورزی چې د چارو ادارې پخوانی مشر و، خو د سختو اختلافاتو له کبله یې دنده پریښې وه ، تازه د سټراټېژيکو اړیکو په برخه کې د ولسمشر سلاکار ټاکل شوي دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button