د بغلان چارواکي وايي: د نادرکه شويو پوليسو او منسوبينو يې ۸۰ تنه موندلي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۲) د بغلان سيمه ييز چارواکي وايي، د تاله برفک ولسوالۍ د سقوط پر مهال د لادرکه شويو لسګونو پوليسو او دولتي کامندانو له ډلې يې اتيا تنه موندلي دي.

د هشت صبح ويباڼې د بغلان د محلي چارواکو له قوله ليکلي، چې دغو اتيا تنو عسکرو، دولتي منسوبينو او د يادې ولسوالۍ ملکي کارمندانو په سيمه کې يوه غره ته تېښته کړې وه چې له څو ورځو راهيسې لادرکه وه.

د سرچينې په وينا، په يادو کسانو کې د تاله برفک ولسوال او د امنيې قومندان هم شامل دی.

شاوخوا څلور ورځې مخکې طالبانو د بغلان ولايت تاله برفک ولسوالۍ، امنيه قومندانۍ او شاوخوا امنيتي پوستې له دولتي ځواکونو ونيولې او لسګونه عسکرو د وژل کېدو سربيره يې په زياته اندازه وسلې او د عسکرو نقليه وسایط هم ترلاسه کړل.

د ولسوالې د نيولو يوه ورځ وروسته د بغلان د ولايتي شورا رئیس صفدر محسيني وويل، چې د يادې ولسوالۍ د ولسوال او امنيې قومندان په ګډون سل عسکر ورک دي او هيڅ اړيکه ورسره نه نيول کېږي.

خو تازه يادې سرچينې ته د بغلان محلي چارواکو تاييد کړې چې نږدې اتيا لادرکه شوي دولتي منسبوين پيدا شوي او د بغلان مرکز پلخمري ته لېږدول شوي دي.

چارواکي وايي، چې لا هم يو شمير عسکر لادرکه دي او د هغوی د لټون عمليات دوام لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button