پکتيا: بېلابېلو پېښو کې شل کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۳) د پکتيا او لوګر په لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له کبله څوارلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيا د امنيې قومندانۍ مسئولين وايي، پېښه پرون ماذيګر ناوخته د لوګر- ګردیز پر لويه لاره د مرسيډيز او کرولا موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د مسئولینو په وينا، په پېښه درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی او يوولس تنه نور ټپيان دي.

دغه راز د امنيې قومندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ګرديز د ابراهيم خيلو د عظمي په سيمه کې د د ماين چاودنې له کبله دوه تنه وژل شوي دي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي، د مرکز ګرديز د ابراهيم خيلو په سيمه کې د پوليسو په رينجر موټر چاوده شوې چې په ترڅ کې يې دوه پوليس وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button