جلال اباد ښار کې له چاودنو وروسته وسله وال بريد روان دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۳) د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې نن ماسپښين د مستوفيت تر څنګ له درنو چاودنو وروسته وسله وال بريد پيل شوی دی.

سيمه ييزې سرچينې وايي، لومړی د مستوفيت د دروازې تر څنګ  موټربم بم حمله وشوه او وروسته څو وړې چاودنې وشوې او ورسره سم وسله وال کسان د مستوفيت ودانۍ ته داخل شول او ډزې يې پيل کړې.

چارواکي وايي، سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابند ده او د وسله والو د له منځه وړلو لپاره عمليات پيل شوي دي.

ويل کېږي، په چاودنو او ډزو کې ځاني تلفات اوښتي خو په اړه يې کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button