د ننګرهار والي ګلاب منګل له خپلې دندې استعفا ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۳) نن له غرمۍ مخکې ځينو رسنيو راپورونه ورکړل چې د ننګرها والي استعفا ورکړې خو د يو شمير سيمه ييزو سرچينو له لوري د هغه استفا ورکول رد شول.

شاوخوا نيم ساعت مخکې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوري د ننګرهار د والي ګلاب منګل استعفا کول تاييد شول.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ويلي، چې ګلاب منګل د شخصي دلایلو له مخې استعفا ورکړې ده او د يادې ادارې له خوا يې استعفا منل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې د جلال اباد ښار په ګډون د ننګرهار شاوخوا سيمو کې امنيتي وضعيت خراب شو چې د دې ښار اوسېدونکو او مدني فعالانو له ګلاب منګل څخه د استعفا ورکولو غوښتنه کوله.

تر اوسه د ياد ولايت لپاره نوی والي نه دی معرفي شوي.

ګلاب منګل د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر مياشت کې د ننګرهار د والي په توګه ټاکل شوی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button