وروستي جزيات: د جلال اباد بريد پای ته ورسېد- ۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۳) نن غرمه مهال د جلال اباد ښار د مستوفيت په دروازه کې يوه بريد کوونکي موټربم چاودنه وکړه او وروسته يو شمير بريد کوونکي د مستوفيت ودانۍ ته داخل شول او له عسکرو سره يې نښته پيل کړه.

ويل کېږي، له لومړۍ چاودنې وروسته په پرلپسې توګه څو نورې چاودنې هم وشوې او د مستوفيت شاوخوا ودانۍ يې زيانمنې کړې.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی وايي، په مستوفيت بريد پای ته رسېدلی او په ترڅ کې يې نهه کسان وژل شوي او شپږ دېرش تنه نور ټپيان دي.

د خوګياڼي په خبره، په وژل شويو او ټپيانو کې عسکر، د مستوفيت کارکوونکي او يو شمير ملکي وګړي هم شته.

روغتيايي مسئولين وايي، د شپږو ټپيانو روغتيايي وضعيت ښه نه دی.

که څه هم د ننګرهار چارواکي وايي، دا مهال بريد پای ته رسېدلی خو لا هم خبريالانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د مستوفيت ودانۍ او د چاودنې ځای ته ورشي.

تر اوسه د دې بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button