کندهار کې پر بهرنيو ځواکونو د ماین چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۳) د کندهار ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په موټريز کاروان د ماين چاودنه شوې.
سيمه ييزې خبري سرچينې وايي، چاودنه د يادې ولسوالۍ مربوط د عبدالرحمن کلا په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې د بهرنيو ځواکونو موټريز قطار له سيمې د تېرېدو په حال کې و.
ځايي امنيتي مسئولينو په بهرنيانو د ماين چاودنه تاييد کړې خو هغوی ته د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
طالبانو د بريد مسئوليت منلی او وياند يې قاري یوسف احمدي وايي، په ياده سيمه کې د بهرنيو “اشغالګرو” ځواکونو په يوه ټانګ د ماين چاودنه شوې، ټانګ يې ټوټې ټوټې شوی او پکې سپاره عسکر وژل شوي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، له چاودنه وروسته يې د وژل شويو عسکرو غوښې ليدلي چې په سيمه کې پرتې وې.
تر اوسه په دې اړه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي.
بايد وويل شي، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ډيری وخت په بهرنيو ځواکونو د ماين چاودنې کېږي چې هغوی ته پکې مرګ زوبله اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسې له مخې مرګ ژوبله نه رسنيزه کوي.



