پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home په کتاب تبصره

د “ژوند اووه رازونه” کتاب چاپ شو

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مې 13, 2018
کټګوریانې: په کتاب تبصره
0
245
ځلې شریک شوی
1.1k
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د” الماسو غمی” ناول باندې یوه لنډه تبصره!

د شهزاده هري د خاطرو کتاب !

په اسلام کې د ږیرې ارږښت اومقام کتاب چاپ شو

   د ارواپوهنې په برخه کې د لیکوال او ژورنالیست “حضرت عثمان نوري” (د ژوند اووه رازونه) کتاب، د زر ټوکو په شمېر په نړیوال معیاري نمبر (ای ایس بن)  شمېرې د کتاب خپرندویې ادارې له لورې په ښکلي او لوړ صحافت چاپ او بازار ته وړاندې شو.

د کتاب ژباړن ښاغلی “نوري” لیکي: د ژوند اووه رازونه کتاب د ارواپوهنې برخه ده او د اوسنۍ نړۍ پرمختګونو ته په پام سره یې مطالعه او زده کړه زموږ د نوې کهول لپاره ستره اړتیا بلل کیږي. زموږ په هېواد کې د پخوا په پرتله اوس له ښه مرغه ډېرو ارواپوهانو تر خپلې وسې کار کړی دی او په دې برخه کې کوچنۍ رسالې او ستر کتابونو لیکلي دي. د ارواپوهنې په برخه کې کار کول بېل مهارت غواړي، که څه هم په دې برخه کې له ما وړاندې د پوهنتون بېلابېلو استادانو او ارواپوهانو ډېر زیار وېستلی دی، خو د الله (ج) په فضل ما په دې کتاب کې د بهر هېوادونو د بېلابېلو پوهنتونونو د استادانو او ارواپواهانو ګټور او اړین مطالب خپلې مورنۍ ژبې ته راوژباړل او په دې کتاب کې مې ځای پر ځای کړل.

نوري صاحب په کتاب کې د همکار ملګرو نومونه هم ذکر کړي دي او زیاتوي: زه له خپلو درنو ملګرو دروند استاد پوهنیار محبوب شاه محبوب، پوهنیار فرید ساحل، استاد خیرشمال شینواری، نقیب سهار، اسدالله هدایت، عطا محمد میاخیل او له خپل ګران ورور حضرت عمر نوري څخه هم د زړه له تله مننه کوم، چې ما سره یې د کتاب لوستنې، لېکنې او په بېلابېلو برخو کې هلې ځلې کړپ او تل یې هڅولی یم چې مطالعه وکړم او زده کړو ته دوام ورکړم، زه یې د مینې پوروړی یم.

دغه راز د زړه له تله له تکړه لیکوال  “اختر محمد ژوندون” څخه هم ډېره مننه کوم چې زما د کتاب د بیا کتنې او سمونې لپاره یې خپل قیمتي وخت راکړ او پر هغه یې څو کرښې وکاږلې.

 ښاغلی ” نوري” زیاتوي: ما خپلې خوږې ژبې سره د مینې په پار دا کتاب د پښتو ژبې د پرمختګ او په ځانګړې ډول د ځوان کهول د پرمختګ په نیت لیکلی، نور قضاوت به نقادان کوي.

په کتاب بیا کتنه او سمونه درانه ملګري او پیاوړي لیکوال “اخترمحمد ژوندون” کړې ده، دغه راز یي پرې په څلورو مخونو کې تقریظ هم ښاغلي “ژوندون” صیب کښلی دی. نوموړي په څلور مخه تقریظ کې دې ټکو ته هم اشاره کړې ده: (زه د يو ځوان په توګه د درانه او پر تلاشه ملګري حضرت عثمان ((نوري)) دا هڅه ستایم او ده ته په دې برخه کې د لابریالیتوب هیله کوم. نوري صاحب د انګلیسي ژبې ادبیات لولي، له ده ډېره تمه کیدلای شي چې خورا مهم او اړین توري پښتو ژبې ته را وژباړي؛ ترڅو زموږ ژبه لا هم غني شي. دی لا ځوان دی او په دې برخه کې د ((ژوند اووه رازونه)) لومړنۍ تجربه ده، دده دا لومړنۍ هڅه به ضرور له ستونزو سره مله وي؛ خو د ګټو پله یې تر تاواني هغې په کافي اندازه درنه ده.)

دغه راز د ژباړن لنډه پېژندنه پرې بیا دروند استاد “خیرشمال غمشریک شینواري” لیکلې ده. نوموړی لیکي: (نوري صاحب په پښتو ژبه بېلابېلې لیکنې کوي، له انګلیسي او فارسي ژبې بېلابېل اړین معلومات را ژباړې، د نوموړي هر اړخېزې لېکنې او ژباړې په بیلابېلو مجلو او ويپاڼو کې خپریږي.

خوښ یم، چې ښاغلي نوري د ((ژوند اووه رازونه)) کتاب چاپ شو. د ده د لا بریاوو هیله کوم.)

د ژوند اووه رازونه کتاب په لاندې کتاب پلورنځېو کې ترلاسه کولای شئ.

کتاب خپرنځي ادره- امیر شهید باغ ترڅنګ، اکاخېل پلازه، بي بلاک اول فلیت (جلال اباد)

کلاسیک کتاب پلورځی – جلال اباد ، اسحاقزی مارکیټ (جلال اباد)

ختیځ کتاب پلورځی – جلال اباد ، اسحاقزی مارکیټ (جلال اباد)

دعوت کتاب پلورځی – جلال اباد ، اسحاقزی مارکیټ (جلال اباد)

میهن کتاب پلورځی – جلال اباد ، اسحاقزی مارکیټ (جلال اباد)

مومند کتاب پلورځی – حاجي ګل پلازه- پښتونستان واټ (جلال اباد)

انتشارات سعید – جاده اسمايی اسمايی پلازه (کابل)

اکسوس کتاب پلورځی-  دهبوري (کابل)

علمی کتاب پلورځی- ګردیز (پکتیا)

لېوال کتاب پلورځی- د (خوست ښار)

نوټ: د ژوند اووه رازونه کتاب د پورته ادرسونو سره سره د غني خیلو په مارکوه او ګڼ شمېر نورو بازارونو کې هم ترلاسه کولای شئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره په لاندې ټيلیفون شمېرو اړیکه نیولی شئ.

0787847487

0786350916

0777146717

ــــــــــــــــــــــــــــــــ

پای

کتاب خپرنځي اداره

مخکینې مطلب

خندقِ صف شکن!

بل مطلب

پر سوریې د اسرائیلو برید او د اسلامي نړۍ چوپتیا/خالد روان

ځانګړي مطالب

په کتاب تبصره

د” الماسو غمی” ناول باندې یوه لنډه تبصره!

نشرونکی: ح جلال
جولای 25, 2023
په کتاب تبصره

د شهزاده هري د خاطرو کتاب !

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2023
ادب

په اسلام کې د ږیرې ارږښت اومقام کتاب چاپ شو

نشرونکی: ح جلال
مې 26, 2019
ادب

د شهيد مولوي نصرالله منصور پر ژوند او کارنامو لیکلی کتاب چاپ شو

نشرونکی: ح جلال
مې 21, 2019
په کتاب تبصره

قمقمة المرجان 

نشرونکی: ح جلال
مارچ 4, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com