پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

پر سوریې د اسرائیلو برید او د اسلامي نړۍ چوپتیا/خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
مې 13, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
314
ځلې شریک شوی
101
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

په ۲۰۱۱ز کال  کې په سوریه کې سوله‌ییز انقلاب په تاوتریخوالي واوښت. سوریه‌یانو غوښتل د عرب پسرلي سره ملگري شي او د بشار الاسد ظالمې واکمنۍ ته د پای ټکی کېږدي؛ خو د تقدیر پرېکړه بله وه او له سوریې هغه گرم تنور جوړ شو، چې اوس ټوله نړۍ پکې خپلې وسلې ازمايي او خپلې جګړې یې د دمشق ورانو کنډوالو ته رسولي دي او پر دغه گرم تنور هر څوک خپلې ډوډۍ پورې کوي.

روسیه، امریکا، فرانسه، ایران، سعودي عربستان، ترکیه، برېتانیه او گرده کفري نړۍ او ځینې اسلامي هېوادونه خپلې ټولې جگړې په سوریه کې کوي. روسیه د بشار الاسد د رژیم ملاتړ کوي، امریکا پر داعش او القاعده بمباري کوي، ایران غواړي د بشار الاسد کورنۍ په واک کې پاتې شي او زرگونه افغانان یې د سوریې جگړې ته استولي، سعودي د امریکا په اشاره پر سوریې بمباري کوي، ترکیه په کې کُردان ځپي؛ خو د دغه نړیوال انډوخر ټوله قرباني د سوریې مظلوم ولس ورکوي او له میلیونونو خلکو خپل پلرنی ټاټوبی پاتې شوی او په اروپا، ترکیه او کاناډا کې د کډوالۍ شپې سبا کوي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

دمشق، حلب، رُقه، دیر الزور، دوما، مدیرا، مسرابا او گڼ ښارونه یې کنډواله شول او پرمختللې سوریه اوس په یوه ورانه کنډواله بدله شوې ده. ورځ تر بلې په سوریه کې ټول‌وژنې ترسره کېږي او له خلکو ډک کلي او ښارونه د بمباریو ښکار کېږي.

څلور ورځې وړاندې اسرائیل هم د سوریې په جگړه کې ورگډ شو او پر سوریې ۲۰ توغندي وتوغول، چې سوریې هم په ورته عمل لاس پورې کړ؛ خو د موخې پر ځای یې توغندي پر نورو سیمو ولگېدل.

په منځني ختیځ کې د ایران، سعودي، سوریې او اسرائیلو دولتونه د یوه خره دوه غوږونه دي. سعودي عربستان په ښکاره له شیعه‌ییزم سره مبارزه کوي، خو د وهابیت د خپرولو پروژه له امریکا اخلي، ایران په سوریه، عراق، یمن او آن افغانستان کې له شیعه‌گانو ملاتړ کوي او له وهابیت سره په ښکاره په ټکر کې دی، د اسرائیلو او ایران دُښمني یوازې د رسنیو پر مټ ده، نور دواړه هېوادونه ښې پخې اړیکې لري او په ټول منځني ختیځ کې سُنیان ځپي.

د سوریې خلک لکه د افغانستان مظلوم دي. نظام یې ظالم او د همدغه ظالم نظام له امله هره ورځ په دغه هېواد کې نوې ډلې راپیدا کېږي. د سوریې ځینې سیمې له داعش، ځینې له حکومت، ځینې له جبة النصره، ځینې له شام مجاهدینو، ځینې له ایراني پوځیانو، ځینې له روسانو او بالاخره د څو کلونو مخکې متحده سوریه اوس ټوټه ـ ټوټه شوې او ملک الطوایفي پرې حاکمه شوې ده.

پر سوریې د اسرائیلو برید د ټول مسلمه امًت ته یوه ښکاره پیغام دی، چې نور باید د اسلامي هېوادونو مشران د امریکا او د لویدیځ له غېږو راپاڅي او سره متحد شي. ځکه ټوله کفري نړۍ د مسلمانانو پر وړاندې سره یوه ده؛ خو د اسلامي هېوادونو مشران بیا لارښوونې له واشنگټن، لندن، پاریس، مسکو، تل ابیب او برلین نه ترلاسه کوي.

د سوریې ژغورل د ټولو مسلمانانو وجیبه ده او ملگري ملتونه باید نور د سوریې مظلوم ولس د اسرائیلو، روسیې، امریکا، ایران، سعودي او د ترکیې له انډوخر نه اوباسي او په سوریه کې د نږدې یوې لسیزې بربادۍ ته د پای ټکی کېږدي.

د اسلامي هېوادونو کنفرانس، عرب‌لیگ او د نړۍ نور سوله خوښي هېوادونه باید خپلې هڅې په افغانستان او سوریه کې چټکې کړي او دغه دواړه هېوادونه باید د کفري نړۍ له نیابتي جگړو څخه خلاص کړي.

لوی ټکي: اسرائیلو جگړهخالد روانسوریهکفري نړۍمهم
مخکینې مطلب

د "ژوند اووه رازونه" کتاب چاپ شو

بل مطلب

په ټاکنیزو کمیسیونونو کې اختلافات: حکومت په ټاکنو کې پراخو درغلیو ته زمینه برابروي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com