(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۵) سيمه ييزې باوري سرچينې وايي، طالبان تېره شپه د فراه مرکز ته ننوتي او دمګړۍ په ښار کې درنه جګړه روانه ده.
ويل کېږي، طالبانو د ملي امنيت رياست او پخوانۍ فرقې ودانۍ نيولي دي.
شمشماد تلويزيون ته يې سرچينو ويلي، په جګړه کې د فراه ښار د امنيت امر ټپي شوی خو ځينې امنيتي سرچينې وايي چې د امنيې قومندانۍ د امنيت امر حاجي عبدالرزاق د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې.
د فراه ښار څخه يو تن کابل ټکی کام ته وويل، د مرکز اتيا سلنه خاوره طالبانو نيولې او دولتي ځواکونه امنيې قومندانۍ او د ولايت مقام شاوخوا سيمو ته ورټول شوي دي.
طالبانو ويلي، د الخندق عملياتو په لړ کې يې د فراه په مرکز بریدونه پيل کړي او د تر دې دمه “داستخباراتو د ریاست په شمول ګڼ شمېر پوستې اومرکزونه فتح شوي او د ښمن ته د سراو مال دروند زیان اوښتی دی.”
د فراه ښار اوسېدونکي وايي، طالبان خلکو ته اعلانونه کوي چې د جګړې په جريان له خپلو کورونو بهر ونوځي.
د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې د فراه ولايتي شورا د فراه د سقوط اندېښنه څرګنده کړې وه.















