مشرانو جرګه: د ګډ حکومت مشران دې استعفا ورکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۵) د افغانستان د مشرانو جرګې د افغانستان د فراه په ګډون د هېواد د روان امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د ګډ حکومت له مشرانو يې د استعفا غوښتنه وکړه.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار د جرګې په ننۍ غونډه کې وويل، حکومت د امنيت په ټينګولو کې پاتې راغلی او وسله والو طالبانو د فراه ښار د سقوط له ګواښ سره مخ کړی، چې دا د حکومتي مشرانو د بې کفايتۍ او ښکاره بېلګه ده.

ايزديار زياته کړه، په هېواد کې چې څومره وينې توييږې مسئوليت يې د حکومتي مشرانو په غاړه دی او که نه شي کولی چې امنيتي وضعيت ښه کړي نو په عزت سره دې استعفا ورکړي.

دغه راز د مشرانو جرګې غړي نادر بلوچ وويل، د وسله وال پوځ اعلی سر قومندان د جنګ مديريت او رهبري نه شي کولی او بايد يوه نظامي شورا جوړه او له پنځو تر شپږو مياشتو پورې د افغان پوځ رهبري وکړي.

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار هم په فراه کې د روان امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل چې د مشرانو د کمزوري مديريت له کبله وضعيت ناوړه حالت ته تللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن طالبانو د فراه ولايت په مرکز حمله کړې او د فراه ولايتي شورا وايي چې نږدې اتيا سلنه ښار طالبانو نيولی او د پاتې سيمو د نيولو لپاره يې جګړه پيل کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button