(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۶) د جوزجان د قرقين ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قومندان قربان ګیلدي وايي، طالبانو له تېرو دوو ورځو راهيسې د قرقين ولسوالۍ د نيولو لپاره امادګي نيولې وه او نن سهار يې د يادې ولسوالۍ په امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل.
د قومندان ګيلدي په خبره، اوس مهال د ولسوالۍ په پنځه کيلو مترۍ کې د دينار په سیمه کې درنه جګړه روانه ده او که مرسته ور ونه رسېږي ښايي ډېر ژر د طالبانو لاسته ولوېږي.
نوموړی وايي: “جنګ روان دی، تر دې دمه هيڅ کومک نه دی رارسېدلی، يوې پوستې سقوط کړی او که مرسته ونه رسېږي د قرقين ولسوالۍ هم سقوط کوي”.
د جوزجان د امنيې قومندانۍ د امنيت امر عبدالحفيظ خاشي هم د يادې ولسوالۍ په امنيتي پوستو بريدونه تاييدوي زياتوي چې “هڅه کوي ترڅو د شاهين قول اردو څخه هوايي مرسته ترلاسه کړي او سيمې ته يې ولېږي”.
تر اوسه طالبانو د تازه نښتو په اړه څه نه دي ويلي، خو تېره ورځ يې رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي و چې د يادې ولسوالۍ مربوط په دينار سيمه کې يې يوه پوسته ونيوله او يو لوی کلی يې د سيمه ييزو پوليسو له شتون څخه پاک کړ.
په داسې حال کې د قرقين ولسوالۍ د سقوط خبر ورکول کېږي چې طالبانو نن سهار ادعا وکړه چې د غزني جغتو او د بادغيس دره بوم ولسوالۍ يې له دولتي ځواکونو نيولي دي.


















