شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

طالبان به فراه ونيسي او بيا پريږدي، خو ګټه؟

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
مې 16, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
630
ځلې شریک شوی
106
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تميم توفيق

د الخندق په نوم عملياتو له پيل سره سم طالبانو په فراه ولايت په حکومتي عسکرو او تأسيساتو بريدونو ته زور ورکړی، نژدې هفته وړاندې يې په ولسواليو بريدونه پيل کړل، چې ويې نيولې او دا دی د تېرې ورځې (سه شنبه) په شپه يې د فراه ولايت د نيولو لپاره پلان شوي عمليات پيل کړل، د فراه ښار يې زياته برخه يې تر خپل کنټرلو لاندې راوستله، د امنيت ملي ودانۍ او امنيه قومنداني يې ونيولې او ولايتي زندان يې مات کړ. اوس چې د بريد له پيله شواروز واوښت او جګړه دوهمې ورځې ته وغځېده، معلومه نه ده چې ولايتي ودانۍ به د چا په لاس کې وي.
زمونږ غوندې کشرانو ذهنونه د دغسې پيښو ژورو ته نه رسيږي، بيا هم د ځينو قابل ديد حقايقو له مخې په عنوان کې مطرح شوې پوښتنې ته د ځواب هڅه کوو، چې طالبانو ته د ولاياتو/ولسواليو د نيولو او پرېښودلو څه ګټه رسيږي.
په رسنيز ډګر کې په ټوله کې امريکا او ملګري يې د اشغال له پيل څخه تر اوسه پورې په تهاجمي حالت کې دي، چې هر وخت يې (د ميډيا له لارې) په بيلابيلو سيمو کې د ډول ډول عملياتو او مخافت جهت ته د تلفاتو اړولو خبرونه اورو، مګر دې کې شک نشته چې له ۲۰۱۴ کال راوروسته طالب جنګيالي له دفاعي حالت څخه تهاجمي هغه ته وتلي او د امريکا، ايتلافيانو او حکومتي ځواکونو وضعيت يې دفاعي حالت ته بدل کړی، چې دا طالبانو ته د همدې نيولو او پرېښودلو لويه ګټه بللی شو.
تيره ورځ چې د فراه ولايت په مرکز بريدونه روان و، د ورځې په پای کې ځينو فيسبوکي حکومت پلويو د پوښتنې په دود وليکل چې (د فراه مرکز له ايرانيانو سره دی او که له افغان ځواکونو سره؟) دې ته ورته نورې خبرې د امريکايي اشغال له پيله د طالبانو په اړه اوريدل کيږي، کله يو او کله بل هيواد ته منسوبيږي او دغه راز ويل کيږي چې وسلې يې له فلان او فلان هيوادونو څخه پوره کيږي او ډير نور تورونه هم اورو، خو موږ له عيني شاهدانو اورو او د جګړې له ډګره نشر شويو انځورونو او ويډيوګانو کې وينو چې طالبان د دولتي عسکرو د مراکزو په نيولو سره ګڼې ډول ډول وسلې، مهمات او نور پوځي وسايط نيسي، چې په دې سره طالبان د بل هر هيواد او کړيو له پوځي او اقتصادي مرستو مستغني شوي دي. دا کيسه مو د ډيرو حکومتي چارواکو په اعترافونو کې هم اورېدلې ده.
د يو پوځي مرکز/ولسوالۍ/ولايت نيولو او بيا پرېښودلو/ساتلو طالبانو دا لويه ګټه په لاس ورکړه چې خپله استغنا او ازادۍ يې ثابته کړه او خپل جنګيالي يې دولتي ځواکونو ته د بهرنيو لخوا په ورکړل شويو پرمختلليو وسلو مجهز کړل، چې په دې سره دوی د آينده لپاره د هر ډول بريدونو توانمندي خپله کړه.
بل پلو د امريکا او حکومت طالب مخالفين په پوځي او نورو دولتي ودانيو کې ګڼ عسکر نيسي او بيا يې بيرته تر خپلو کورونو روغ رمټ رسوي، د طالبانو دې کار د اردو، پوليس او اربکيانو په ليکو او نورو ارګانونو کې په کار بوختو ځوانانو ته د طالبانو په اړه ټول هغه تورونه دروغ ثابت کړل چې دوی به يې له اسلام سره نابلد، وحشيان او د وطن او هيوادوالو دښمنان بلل. د حقيقت په درک کولو سره ډيری ځوانان د دولت له ارګانونو نه يوازې راوځي، بلکې وسلې او پوځي نقليه وسايط هم طالبانو ته وروړي او کله کله خو د خپل مرکز ملګري ووژني او بيا طالبانو ته فنا وروړي.
له دې علاوه بله د يادولو وړ ګټه يې دا ده چې د ولسواليو او ولاياتو د مرکزونو په نيولو سره طالبان هم خپل ګڼ ملګري له زندانونو ازاد کړي، هم نور بې ګناه نيول شوي خلک، چې په دې سره د هغوی زړونه هم د ځان کړي او د حکومت په مقابل کې يې د خپلې اوږې ملګري کړي.
د کندز ولايت د مرکز په نيولو سره هم طالبانو ټولې يادې او ډېرې نورې ګټې ترلاسه کړې، دغه راز يې د مهمو اسنادو په انتقال سره د کندز ولايتي حکومتي سسټم او اداره په بشپړ ډول فلج کړه، چې ښايي تر کلونو پورې هماغه سټيج بيرته خپل نکړای شي.
د طالبانو پوځي وضعيت ته په کتلو سره ويلی شو چې ممکن د فراه مرکز هم د کندز په څير ونيسي، خو له څو ورځې وروسته به يې، د هر سبب له امله چې وي، بيرته پرېږدي، مګر د شواهدو په نظر کې نيولو سره په اطمنان ويل شو چې دوی به په دې سره په يو ټک دوه نه، بلکې ډېرې مرغۍ ويشتلې وي.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

مخکینې مطلب

راځۍ په انصاف فیصله وکړو

بل مطلب

نشنل انټرسټ: افغانستان ته د نورو امريکايي ځواکونو لېږل به جګړه تونده کړي

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com