جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

د فراه جګړه، ادعاوې، موخې او تلفات

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
مې 17, 2018
کټګوریانې: راپور تاژ
0
د فراه ښار

د فراه ښار

250
ځلې شریک شوی
152
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۷)

دا هم ولولئ

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

راپور تاژ:  فرید افغان

وړمه ورځ طالبانو د فراه ولایت مرکز په نښه کړ او د ولایت د نیولو لپاره یې کرۍ ورځ په داسې حال کې جګړه وکړه چې له هوا او ځمکې څخه ورسره زرګونه بهرني او افغان پوځیان په مقابله بوخت و.
طالبانو که څه هم ونه کړای شول چې د امنیې قوماندانۍ او د ولایت مقام را خپل کړي خو د ملي امنیت ریاست په ګډون یې څو مهم نظامي پنډغالي ونیول.

جګړه له کومه:

اصلاً خو په ټول هیواد کې د جګړې ریښې د امریکایي بریدونو له راتګ سره وپنځول شوې طالبان وځپل شول او مشروع حکومت یې د امریکایي تاړاک ښکار شو.
طالبان په خپلو اعلامیو کې له پیله ټینګار کوي چې افغان پوځیان دې د امریکایانو مدافعین نه جوړیږي، د دوی مخه دې نه نیسي او لږ تر لږه باید د هغوی له ادرسه پر دوی برید ونه کړي .
خو حکومت بیا نړیوال ځواکونه د ملګرو ملتونو تر منشور لاندې بلل شوي میلمانه بولي او د ملي یووالي د حکومت مشرتابه په ځلونو ویلي کړی چې دوی د نړیوالو د ګټو د خوندیتابه په خاطر قرباني ورکوي.

د فراه جګړه:

په فراه کې هم له پیله جګړې روانې دي په وروستیو کې د ولایت ۹۰ سلنه حاکمیت طالبانو ترلاسه کړی او د مرکز په ګڼو سیمو واکمن دي .

ولې مرکز هدف شو؟

ځایي خلک وایي چې د پخواني والي تر تګ وروسته نوي ګمارل شوي والي بصیر سالنګي د تیرې میاشتې اعلان ډیری ولسي خلک وهڅول تر څو د حکومت پر وړاندې دریځ ونیسي.
والي سالنګي تیره میاشت د بالابلوک خلکو ته چې زرګونه کورنۍ کیږي ګواښ وکړ چې یا دې کورونه پریږدي او یا دې د ناټو ځواکونو هوایي بمباریو ته ځان ټینګ کړي،د سیمې قومي مشران څوځله والي ته ورغلل چې تر هغه دې ورسره لار یوسي ، ترڅو د دوی رسیدلي کښتونه وریبل شي ځکه د دوی په وینا چې اوس وخت کې عملیات د دوی لپاره ګڼ تاوانونه راولاړولی شي، خو والي یواځې د بهرنیانو د بمباریو ګواښوونکې خبرې خلکو ته تکرارولې چې په غبرګون کې یې نه یواځې د بالابلوک ،بلکې د ګڼو نورو ولسوالیو خلک هم وهڅیدل ترڅو د حکومت خلاف دریځ ونیسي.

رسنیز پروپاګند:

که څه هم له پیله دولتي ویاندویانو د هیواد په کچه د پیښو ریښتونی انځور خلکو ته نه دی وړاندې کړی خو د فراه په اړوند یې تر بل هر وخت نه رسنیزې اوفکري جګړې ته زور ورکړ.
د حکومت ویاندویانو د جګړې پر لومړۍ ورځ چې طالبانو د ښار په چوک کې تلاشي کوله، زیاته کړه چې تازه دمو ځواکونو یې طالبان له فراه څخه درۍ کیلو متره لرې ځغلولي ،خو د ولایتي شورا رئیس فرید بختور سملاسي دا خبر رد کړه او زیاته یې کړه چې دولتي ویاندویان د جعلي انځورونو په خپرولو سره پروپاګند کوي.

د ایران مسئله:

دولت پلوه فعالانو او رسنیزو ادارو پر دولتي ځواکونو د پردې اچولو او د طالبانو د ځواک پیکه کولو پخاطر یوه بله ناندریزه اوازه هم خپره کړه چې هغه د ایران مستقیمه مرسته وه له طالبانو سره.
سیمیزو سرچینو کابل ټکی کام ته وویل؛ دلته طالبان یواځې هغه وسلې کاروي چې له دولتي ځواکونو یې نیولې، طالبانو ته د هیڅ هیواد ملاتړ نه دی رسیدلی ا تر ډیره ولسي خلکو د طالبانو په ملتیا خپلو وسلو سره رادانګلي دي.
دا خبر هغه وخت دروغ ثابت شو، کله چې د ملي دفاع وزیر اقرار وکړ چې ایران له طالبانو سره هیڅ مادي او معنوي ملاتړ نه لري.

اهداف:

وړاندې مو وویل چې د طالبانو هدف بهرني اشغال ته د پای ټکی ایښوودل دي، نو بناً طالبان هڅه کوي ترڅو د هغوی داخلي ملاتړ هم تر دې کچې وځپي چې بیا هغوی(بهرنیانو) ته د پښې ایښودلو موقع هم برابره نه شي.
د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده وایي؛ طالبان غواړي د ولایتونو او ولسوالیو په سقوط سره بهرنیانو ته دا پیغام ورسوي چې هغوی هیڅکله افغان جګړه نه شي ګټلی او نه یې هم داخلي ملاتړ دومره روحیات لري چې د دوی د ګټو د خوندیتابه په موخه دلته طالب ضده جګړه مخته یوسي.

تلفات:

که څه هم د فراه والي تیره ورځ ۳۰۰ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتلو ادعا کړې وه، خو د دې ولایت لایتي شورا بیا داشمیر نه دی منلی او طالبانو ویلي چې یواځې ۹ تنه یې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
بل پلو فرید بختور وایي چې په تیرو څو ورځو کې نږدې ۵۰ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

لوی ټکي: جګړېطالبانفراه
مخکینې مطلب

پاکستان: سرتيري بريد کې پنځلس پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

بل مطلب

د روژې مبارکې په هکله ضروري او اړین معلومات

ځانګړي مطالب

خبرونه

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

نشرونکی: ح جلال
مارچ 3, 2026
افغانستان

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 31, 2025
افغانستان

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 8, 2025
خبرونه

سي آی ای، ولې افغانستان کې ناکامه شوه؟ د الجزيرې ځانګړی راپور

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 8, 2025
راپور تاژ

له اټومي توغندیو تر پرمختلليو روباټونو؛ د چین د ځواک ننداره

نشرونکی: احسان تکل
سپتمبر 3, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com