ننګرهار: اربکیانو او د قدیر ملیشو په خپل منځ کې مرګونې نښتې کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۹)
له ننګرهار څخه ورکړل شوي خبرونه وایي چې تیره ورځ مازدیګر مهال د اچین په ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو او پاڅون کوونکو تر منځ څوساعتیزه وسلواله نښته رامنځته شوه.
سیمیزو امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې په دې نښته کې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د نښتې له امله د اچین ولسوالۍ بازار هم د څو ساعتونو لپاره د خلکو پر مخ تړلی و.
سرچینې وایي ؛ په یاده نښته کې ۶ تنه سيمه ييز پوليس ټپیان شوي او په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو د استازي حاجي ظاهر قدير اړوند یو پاڅونوال وژل شوی دی.
نن ورځ د اچین خلکو د ولسوالۍ لویه لار تړلې او له دولت څخه غواړي چې په دې سیمه دې یوې ډلې ته د فعالیت اجازه ورکړي ځکه د دوی په وینا؛ پاڅون کوونکي او سيمه ييز پوليس تل خپلو کې جګړې کوي او زیان یې هر وخت ملکي خلکو ته رسېږي



