دروغ، د ملي وحدت حکومت د ويندويانو ميراث

تميم توفيق

په حکومتونو کې هم د هر چا جلا جلا ميراثونه او ميراث خواره وي، زمونږ په هيواد کې په رسمي سياسيي برخه کې په حکومتي کچه دروغ ويل د ملي وحدت حکومت د ويندويانو ميراث دی. دوی ته دغه ميراث د کرزي د دولت له ويندويانو ورپاتې دی، چې خدای شته په ښه توګه يې ساتلی دی.

دلته هميش په حقايقو پردې غوړول شوې او هغه څه خلکو ته وړاندې شوي چې مبالغه نه، بلکې سوچ دروغ وي. دلته هر وخت  د همدې حکومتي ويندويانو لخوا د خلکو په وينو او غوښو لوبې شوې دي، هدر يې جايز بلل شوی او په اړه يې ناسم معلومات هيوادوالو او نورو ته د رسينو له لارې راوتلي دي.

څه موده وړاندې چې د کندز په دشت ارچي کې په مدرسره د بمبار له امله لسګونه خلک په شهادت ورسيدل، په اړه يې د ملي دفاع وزارت وياند رادمنش په خورا سپين سترګۍ سره وويل چې هوايي ځواک يې د طالبانو د شورا غړي او نظامي مشران وژلي دي، د واقعيت په توګه د ولس سترګو ته د دغې خبرې مخکې کولو کې خبريالانو هم خپل وس ونه سپماوه، خو د ولس له منځه راوتليو شواهدو بلاخره آن ولسمشر هم مجبور کړ چې د دې ناروا عمل په ترسره کولو بښنه وغواړي.

رادمنش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، چې د پېښې په تازه ورځو شپو کې دروغ ويلو ته چا مجبور کړی و او که يې خپله ميراث خورګي ثابتوله او دا يې هم نه دي ويلي چې نن يې اشرف غني ولي حيثيت د يوه توت برابر کړ.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند دانش هم د فراه ولايت په مرکز د طالبانو د بريد په مهال دروغ وويل، چې طالبانو هيڅ دولتي تأسيسات نه دي لاندې کړې، خو د صحنې له منځه د طالبانو نشريدونکو انځورونو او ويډيوګانو يې خوله پټه کړه.

دغه راز تيره ورځ بيا د جمهوري رياست د وياند معاون شاه حسين مرتضوی په خپله فيسبوک پاڼه باندې د زړو وسلو له پخوانو انځورونو سره وليکل: (فراه: ميراث طالبان در ميدان جنګ). دغه انځورونه د ۲۰۱۷ په جون مياشت کې د حکومتي رسنيو لخوا خپاره شوي و، چې ويل کيږي دغه وسلې يې له يو کشف شوي ډيپو څخه يې ايستلې دي، خو مرتضوي د فراه تر تازه پيښې تړاو ورکړ، چې ډير ژر رسوا شو.

دروغ هم يو حد لري او بيا داسې دروغ چې يوازې د ګوتو په شمېر څو دقيقې هم دوام نه کوي او ويونکی يې له نشر سره سمدستي رسوا شي، په هيڅ هيواد او قوم کې دود نه دي، خو د ملي وحدت حکومت ويندويان په تکراري ډول په دې کار کې رسوا کيږي، مګر بيا هم د هيڅ راز شرم او خجالت احساس نه کوي.

نه پوهيږو تر څه وخته به دغه خلک په دې بې وزله او جګړو ځپلي ملت لوبې کوي، تر څه وخته به يې په دغه راز دروغو د تيرايستلو هڅه کيږي او تر څه وخته به دغسې خلک پرې حاکمان وي چې د شرم په نوم څه پېژني هم نه.

دولتي چارواکي په هيڅ ډول د ولس له سترګو خپله اصلي څېره نشي پټولی؛ ځکه خو وايو چې ښه به دا وي چې نور دولتي کارمندان خپل ولس ته رښتيا ووايي، حقايقو او زمکنيو واقعيتونو ته غاړه کيږي او په هغه لاره روان شي چې دا غمځپلی ولس يې غواړي.

دوی بايد نور خپل ځانونه د پخوانيو ګوډاګيو، دروغجنو، ماده پرستو او پرديپالو اشخاصو ميراث خواره معرفي نه کړي، بلکې ځان د دې سوله خوښي، دين دوسته، اسلام پرست، صادق او پاک زړي ولس ميراث خواره ثابت کړي او د زړه له تله د ولس لپاره هغه څه وکړي چې غواړي يې. دا به هم د دی او هم د ملت د دين او دنيا ګټه وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button